کمالا هرېس د مینیسوتا ایالت والي تیم ولز د خپل مرستیال په توګه غوره کړ

کمالا هرېس د مینیسوتا والي ټیم ولز د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د خپل مرستیال په توګه غوره کړ. تمه کیږي، چې هرېس په رسمي ډول ولز د فیلادلفیا په یوه ناسته کې د خپل معاون په توګه اعلان کړي.

تیم ولز دا مهال د امریکا د مینیسوټا ایالت د والي په توګه دنده ترسره کوي، نوموړی یو له مجربو سیاستوالو څخه دی.