د طالبانو مرستيال ویاند: ایران سره د خبرو له لارې مو ۴ زره بنديان افغانستان ته انتقال کړي

AP ۱۴۰۳ زمری ۱۶

د طالبانو تر واک لاندي ملي ټلویزيون د طالبانو د مرستيال ویاند له قوله ويلي، چې له ایران سره د خبرو له لارې يې تر دې مهال ۴ زره افغان بنديان هېواد را انتقال کړي دي.

حمدالله فطرت له ایراني چارواکو غوښتي، چې د افغانان بنديانو سره احتياط وکړي.

د طالبانو تر واک لاندي ملي راډيو ټلویزيون د سې شنبې په ورځ (د زمري ۱۶مه) په يوه ويډيويي راپور کې د دغه ډلې د مرستيال ویاند حمدالله فطرت له قوله ويلي، چې هېواد ته د افغان بنديانو د رالېږد په برخه کې يې له ايراني چارواکو سره ناستې کړي.

فطرت د ملي ټلویزيون سره په مرکه کې له ايراني چارواکو غوښتي، چې د دوی له قضايي او عدلي مسوولينو سره دي په همغږۍ پاته افغان بنديان را وليږي، تر څو دلته د قانون له مخي سزا وويني.

فطرت په خپلو کې وويل: «موږ وينو، چي په ايران کې افغان بنديانو ته د اعدام او نوري سزاګانې ورکول کيږي، زموږ غوښتنه دا ده، چې د افغاني بنديانو سره احتیاط وشي او د افغانستان د قضايي ارګانونو سره په همږغۍ دغه بنديان افغانستان ته را انتقال شي تر څو دلته د افغانستان د قوانينو له مخي سزا وويني.»

فطرت په خپلو خبرو کې د ایران له زندانونو څخه افغانستان ته د ۴ زره بنديانو د رالېږد وخت ياد نه کړ او نه یې هم د دې کسانو د جرمونو جزیيات ورکړي.

د افغانستان دوه ګاونډ پاکستان او ایران هغه هېوادونه دي، چې د افغان کډوالو سره یې ناوړه چلند لوړې کچې ته رسېدلی او دواړه هېوادونه نږدې هره ورځ تر سل زيات افغان کډوال نيسي او افغانستان ته یې لېږي.

په وروستیو اوونیو کې یو ځل بیا د پاکستاني پولیسو له لوري د افغان کډوالو د اوسېدو د قانوني اسنادونه پلټه پیل شوې او په ایران کې بیا د افغان کډوالو پر ضد لاریونه شوي دي.

همدا پرون د ختیځ اذربایجان د عدلیې مرستیال احمد موقري ويلي وو، چې په دغه ولایت کې د افغانانو اوسېدنه منع ده او له سرغړوونکو سره به «سخت» چلند وشي.
نوموړي ويلي وو، هغه افغانان، چې د اوسېدو اسناد هم لري نه شي کولای په دغه ولایت کې واوسېږي.

افغان کډوال له ایرانه د اېستلو او شړلو د ګواښ تر څنګ، د یو شمېر ایرانیانو د بد چلند او تاوتریخوالي سره هم مخامخ شوي دي.
د هه‌نګاو د بشري حقونو سازمان د دوشنبې په ورځ په ایران کې د افغان کډوالو پر ضد د حکومت او ټولنې له‌خوا د تر سره کېدونکې نژاد پالنې څخه د «یو ناورین» په توګه یادونه وکړه.

نور خبرونه

رادیو