د بنګله دېش لومړۍ وزیرې استعفا وکړه او له خپل هېواده وتښتېده

د بنګله دېش لومړۍ وزیرې شېخ حسینه له خپلې دندې استعفا وکړه او هېواد یې پرېښود.

د راپورونو له مخې، نوموړې له هغه وروسته استعفا وکړه، چې یو شمېر معترضان یې کور ته ننوتل.
دا په داسې حال کې ده، چې یوازې د یکشنبې په ورځ د اعتراض کوونکو او پولیسو تر منځ په نښتو کې لږ تر لږه ۹۵ کسان ووژل شول.