د بنګله دېش په نښتو کې لږ تر لږه ۵۰ تنه وژل شوي او حکومت ګرځبندیز اعلان کړی
په بنګله دېش کې د یکشنبې په ورځ په نښتو کې لږ تر لږه ۵۰ کسان وژل شوي او لسګونو نور ټپیان شوي دي. بل خوا حکومت ګرځبندیز اعلان کړی دی.
پولیسو د لسګونو زرو لاریون کوونکو د خورولو لپاره اوښکې بهونکی ګاز کارولي او غږیز ربړي لاسي بمونه یې غورځولي.
لاریون کوونکي د لومړۍ وزیرې شیخ حسینې د استعفا غوښتنه کوي.
د کورنیو چارو وزارت د ماښام په ۶ بجو په ټول هېواد کې د نامعلوم وخت لپاره ګرځبندیز اعلان کړی.
دا لومړی ځل دی، چې د اوسني لاریونونو په لړ کې چې تېره میاشت پیل شوي دا ډول ګام پورته کوي.
دغو لاریونونو، چې حکومت یې د انټرنیټي خدماتو بندولو ته هڅولی، د جنوري په میاشت کې د حسینې د څلورمې دورې له ټاکل کېدو وروسته، د نوموړې لپاره تر ټولو لویه ننګونه بلل کیږي.
د جنوري میاشتې ټاکنې د بنګله دېش د اصلي اپوزیسیون ګوند چې بنګله دېش ملي ګوند نومیږي، تحریم شوې وې.
د حسینه منتقدینو او د بشري حقونو ډلو د هغې حکومت تورن کړی، چې د لاریونونو د ختمولو لپاره یې له زور زیاتي کار اخیستی؛ خو د هغې د کابینې وزیران دغه تور ردوي.
لاریون کوونکو د یکشنبې په ورځ لویې لارې بندې کړې او هغوی چې ډېری یې محصلین دي، د حکومت د استعفا غوښتنه کړې او په همدې موخه یې د حکومت د چلنج کولو هڅې پیل کړي. تاوتریخوالی په ټول هېواد کې خپور شوی دی.
حسینې د ملي امنیت د کمېټې له غونډې وروسته وویل: "هغه کسان چې همدا اوس په سړکونو کې لاریون کوي زده کونکي نه دي، بلکې ترهګر دي چې د ملت د بې ثباته کولو په لټه کې دي."
هغې زیاته کړه: "زه له خپلو هېوادوالو غوښتنه کوم چې دا ترهګر په کلکه وځپي."