د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان منځني ختیځ ته رسېدلی

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) قوماندان مایکل ایریک کوریلا د شنبې په ورځ سیمې ته رسیدلی. دا سفر په داسې حال کې کیږي چې پر اسراییل د ایران له احتمالي برید سره د مقابلې لپاره چمتووالی روان دی.

یوه امریکايي چارواکي اکسیوس ته ویلي چې سیمې ته د جنرال مایکل کوریلا سفر د اسراییل، ایران او حزب الله تر منځ د ترینګلتیا له وروستي زیاتېدو مخکې پلان شوی و، خو تمه ده چې نوموړی به له دغه سفر څخه د نړیوال او سیمه ییزې ټلوالې د جوړولو لپاره کار واخلي چې پخوا یې د ایران د بریدونو په وړاندې د اسراییل دفاع کوله.