د هند په کيرالا کې د ځمکې ښوېیدنې په پېښه کې د مړو شمېر ۳۵۰ تنو ورسید
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/f28eefe264381903472514c1a23e1192c7d6ca22-2048x1152.jpg?w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د هند په کيرالا ایالت کې د ځمکې ښوېیدنې پېښې په شپږمه ورځ له خاورو د راایستل شویو مړو شمېر ۳۵۰ تنو ته لوړ شوی. ځايي چارواکي وايي، په سیمه کې د نورو نادرکه کسانو د پیداکولو او ژغورلو عملیات روان دي.
د ځمکې ښوېیدنې پېښه د سه شنبې په ماښام ناوخته د کیرالا په وایاناد ولسوالۍ کې رامنځته شوه، چې له امله یې په سلګونو کورونه، سړکونه، پلونه او د سیل ځایونه ویجاړ کړل.
هندي رسنیو ویلي، چې د دغه ایالت چارواکو د پېښې په لومړۍ ورځ د ۹۳ مړو له پیدا کېدو وروسته ویلي، چې امکان لري د مړو شمېر ډیر وي.
خو د شنبې په ورځ رسنیو راپور ورکړی چې د مړو شمېر له ۳۵۰ څخه واوښت.
د ځمکې ښوېیدنې تر ټولو ډیر زیامن کلی منډکی کلی ښودل شوی، په راپورونو کې ویل شوي، چې د یاد کلي ۲۰۵ کسان مړه شوي او ډیری نور لا هم نادرکه دي.
هندي چارواکو ویلي، چې د لادرکه کسانو د ژغورنې عملیات روان دي.
د هند کیرالا ایالت کې ورته پېښه په ۲۰۱۸ کال کې هم رامنځته شوې وه، چې د سېلابونو او ځمکې ښوېیدنې له امله له ۴۰۰ ډير کسان مړه شوي وو.