د پاکستان پوځ: خیبر پښتونخوا کې د طالبانو یو مهم قوماندان او ۳ پاکستاني وسله وال وژل شوي
د پاکستان پوځ ویلي، چې د خیبر پښتونخوا په ایالت کې د ترهګرۍ پر وړاند د مبارزې ادارې سره په ګډو عملیاتو کې د پاکستاني طالبانو یو مهم قوماندان او د دې ډلې درې وسله وال وژل شوي دي.
د پوځ په وینا، دغه کسان د دغه ایالت په مردان سیمه کې د پولیسو پر مرکز د وسله والو د برید پر مهال وژل شوي دي.
که څه هم د دغه برید کره وخت نه دی په ډاګه شوی، خو د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، چې کرش کورنا سیمې ته څېرمه وسله والو پر پولیسو برید کړی. پوځ ویلي، چې په وژل شویو وسله والو کې د پاکستاني طالبانو د تحریک یو مهم قومندان باسط هم شامل دی.
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د خیبر پښتونخوا ایالت د پاکستاني طالبانو د فعالیت یو له اصلي مرکزونو څخه بلل کیږي.
په تېرو درېیو کلونو کې چې طالبانو په افغانستان کې واک تر لاسه کړی، د پاکستان پر پوځ د پاکستاني طالبانو بریدونه ډېر شوي دي.