د پاکستان د موټر جوړولو یو کمپنۍ افغانستان ته موټر صادروي
د پاکستان د «پاک سوزوکي» موټرو جوړولو کمپنۍ ویلي، چې افغانستان او بنګله دېش ته موټر صادروي.
د دغه موټر جوړولو شرکت مشر هیروشي کاوارمورا وویل، چې په نړۍوالو بازارونو کې د کیفیت او سیالۍ د زیاتولو لپاره یې دا پرېکړه کړې ده.
پاک سوزوکي شرکت وايي، چې د دغه هېواد د پانګونې د ځانګړې شورا په همکارۍ به افغانستان او بنګله دېش ته د موټرو صادرات پيل شي.
د پاکستان د تولید او صنایعو وزیر رانا تنویر حسین وویل؛ افغانستان او بنګله دېش ته د موټرو صادرات د موثریت زیاتولو، لګښتونو کمولو او د پاک سوزوکي د تولید او مصرفوونکو د لړۍ د پراخولو په موخه ترسره کېږي.
افغانستان ته د پاک سوزوکي له خوا د جوړو شویو موټرو د صادراتو اعلان په داسې حال کې د دغه شرکت د مشر له خوا کیږي، چې د پاکستان ځینو چارواکو د شنبې په ورځ (د زمري ۱۳مه)د دغه شرکت له خوا د ۲.۵ میلیونه موټرو د جوړیدو ورځ ولمانځله.
ویل کیږي، چې پاک سوزوکي کمپنۍ له ۱۹۷۷ کال راهیسې په پاکستان کې د موټرو د پرزو تولید کوي. دغه شرکت په پاکستان کې د چاپېریال ساتنې او د ګازو د مصرف کمولو لپاره د هایبرډ موټرونو د تولید اعلان هم کړی دی.