د سومالیا د پلازمینې موګادیشو په څنډو کې په یوه برید کې ۳۲ کسه وژل شوي دي
د سومالیا د پلازمینې موګادیشو په ساحل کې په یوه برید کې ۳۲ تنه وژل شوي دي. سومالیایي چارواکو ویلي، چې الشباب ډلې د پلازمېنې موګادیشو په څنډو کې برید کړی چې په پایله کې یې ۳۲ ولسي خلک وژل شوي او ۶۰ نور ټپیان دي.
د امنیتي چارواکو په وینا، دغې ډلې هم د لایډو په مشهور ساحل د برید مسوولیت منلی دی.
د سوماليا چارواکي وايي، امنيتي ځواکونه سملاسي د پېښې ځای ته رسېدلي او په ځوابي ډزو کې يې ۵ بريدګر وژلي او شپږ تنو ځانمرګو بریدګرو په ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه، چې په پايله کې يې د ساحلي سيمې خلک ووژل شول.
د پوليسو د وياند په وينا، تر اوسه په دغه بريد کې د ٣٢ ولسي خلکو د وژل کېدو پخلى شوى او د ټپیانو له ډلې د ځينو روغتيايي حالت نازک ښودل شوی دى.
ویل کېږي، چې د وژل شویو کسانو په شمېر کې د زیاتوالي احتمال هم شته.