کله چې نه تهران او نه کابل پناه درکوي؛ هغه ښځه چې له ۳۵ کلونو وروسته له ایرانه واېستل شوه

AP ۱۴۰۳ زمری ۱۳

ایراني ورځپاڼې هم میهن په ایران کې د افغان کډوالو څیړونکې کبرا غلامي د ژوند او له ایرانه د هغې د ویستل کیدو په اړه ویلي، چې نومړې په ایران کې زیږدلې ده، ۳۵ کاله یې هلته ژوند کړی، زده کړې یې کړي، کار او مدني فعالیتونه یې کړي او بالاخره له هغه ځایه وېستل شوې ده.

د ایران پولیسو مېرمن غلامي ته په خپل شخصي موټر کې د حجاب د نه مراعت کولو په اړه په متني توګه تر خبرداري ورکولو وروسته دا پریکړه کړې ده.

د راپور له مخې، کبرا غلامي په ایران کې د استوګنې اسناد او د محصلۍ ویزه لري او موټر یې هم په خپل نوم ثبت دی، خو پولیسو ورته ویلي، چې «د شریعت خلاف» کړنو له امله دې د پاسپورټ دفتر ته ورشي.

هم میهن ورځپاڼې لیکلي، چې مېرمن غلامي وروسته له هغه چې د پاسپورټ دفتر ته ځي، مامورین یې پاسپورت اخلي او هغه د کرج استاندارد میدان کې یو کمپ ته انتقالوي.

د دې راپور له مخې، د مېرمن غلامي ملګرې او همکاره ستاره هاشمي د تېرې پنجشنبې په سهار د خپلې ملګري پیغامونه ګوري، چې په کې ویل شوي، چې د پاسپورټ له دفتر څخه یو کمپ ته لېږدول شوې ده. اغلې هاشمي په کرج کې کمپ ته ځي او خپله ملګرې ګوري چې «په بند» کې ده.

د هم میهن په راپور کې راغلي، چې کبرا غلامي د خپلې کورنۍ یوازینۍ غړې ده چې لوړې زده کړې لري.وروڼه یې په ایران کې کاریګر دي.

کبرا غلامي د الزهرا پوهنتون څخه په ټولنیزو علومو کې د ماسټرۍ سند لري. د هغې د تیزس موضوع د کډوالۍ د عواملو تر اغیز لاندې د افغان مېرمنو هویټ پیژندنه وه.

کبرا غلامي اوس چیرته ده؟

د هم میهن ورځپاڼې د راپور له مخې، د اړیکو څېړونکې او د نادولتي موسسو فعاله شیما وازايي د کبرا غلامي ملګرې ده، چې له ایرانه له ویستل کیدو وروسته د کبرا وضعیت څاري.

اغلې وزوایي ویلي، چې په غیر مستقیم ډول یې د ولایت مقام او هغو ادارو سره چې کبرا ورسره همکاري کړې، تماس نیولی او په دې اړه یې یو مکتوب هم استولی دی. هغې زیاته کړه: «موږ پوهیږو چې کبرا لا هم په ایران کې ده او د خراسان ولایت په یو کمپ کې اوسیږي.»

هغه افغانستان ته د اغلې غلامي د اېستلو د مخنیوي لپاره د ایران د وګړو د ادارې مداخله مهمه وبلله او ویې ویل، چې د دغې افغان کډوالې د اېستلو بهیر «په ډېره چټکۍ سره ترسره شو او هغې ته د راستنېدو او اعتراض هېڅ موقع نه ده ورکړل شوې.

شیما وزوایي وویل: «کبرا په ایران کې زده کوونکې وه، په مدني ټولنو کې یې فعالیت درلود او د استوګنې اسناد یې هم لرل، حتی د دې چانس یې هم نه درلود چې خپلې کورنۍ سره اړیکه ونیسي او یا وکیل ولري.»

هغې زیاته کړه: «کله ناکله وګړي مستقیم له اېستل کیږي ، خو موږ اوریدلي چې [کبرا غلامي] به د شنبې په سهار له ایرانه وویستل شي.»

یو شمېر مدني فعالان وايي، چې کبرا غلامي داسې هېواد ته لیږل کیږي، چې له ښځو یې د زده کړو، کار او ټولنیز فعالیت حق اخیستل شوی دی. ځینو دا هم لیکلي چې د کبرا غلامي اېستل به د طالبانو په لاس د هغې د مرګ خطر ډېر کړي.

تر دې مخکې هم، په څو مواردو کې په ایران کې مېشتو افغان کډوالو افغانستان انټرنشنل ته راپور ورکړی، چې ایراني چارواکي افغان کډوال د استوګنې رسمي اسنادو د لرلو سربیره له دغه هېواده اوباسي.

نور خبرونه

رادیو