سپاه پاسداران: هنيه له استوګنځي بهر توغول شوي د "لنډ واټن پر توغندي" وژل شوی دی
سپاه پاسداران وايي، چې د ترسره شوو څېړنو له مخې پر اسماعیل هنیه برید "د لنډ واټن وېشتونکي توغندی پرمټ چې شاوخوا اوه کیلو ګرامه وزن لري" تر سره شوی دی. دوی زیاتوي چې توغندی د "د میلمنو د اوسیدو له ساحې څخه بهر" توغول شوی او د لګیدو پر مهال یې قوي چاودنه شوې.
سپاه پاسداران د حماس د سیاسي دفتر د مشر د وژل کېدو په اړه په خپله دریمه اعلامیه کې ویلي دي، چې د اسماعیل هنیه د وینې انتقام حتمي دی او اسراییل به «سخته سزا» په مناسب وخت، ځای، پرېکړه کوونکي کیفیت ترلاسه کړي.
تر دې مخکې نیویارک ټایمز راپور ورکړی و، چې تهران ته د حماس د دغه لوړپوړي مشر له سفر څخه څو میاشتې وړاندې د هغه استوګنځي ته چاودېدونکي توکي قاچاق شوي او هلته ځای پر ځای شوي وو.
له نیویارک ټایمز سره په مرکه کې پنځو باخبرو سرچینو چې نومونه یې نه دي په ډاګه شوي، تایید کړې، چې د دغه استوګنځي امنیت د سپاه پاسدران له خوا په کلکه نیول شوی و او دا چې یاد ملمستون د تهران په شمال کې د (سعد اباد) په بډایه سیمه کې موقعیت لري.
د راپور له مخې دغه بم په داسې حال کې له لرې واټن څخه وچاودید چې هنیه د مسعود پزشکیان د لوړې په مراسمو کې له ګډون وروسته خپل استوګنځي ته ستون شوی و او له هنیه سربېره د هغه یو ساتونکی هم وژل شوی دی.
تر دې مخکې فارس خبري اژانس د نیویارک ټایمز راپور درواغ بللی و او ویلي یې و، چې هنيه د یو توغندي په وسیله وژل شوی او په دې برید کې د اسراییل ونډه د انکار وړ نه ده.