د بشري حقونو ملاتړو له نړۍوالو وغوښتل، چې افغانستان کې دې ' فرهنګي ناورین' ته پاملرنه وکړي

د بشري حقونو د ملاتړ بنسټ په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د فرهنګي شتمنیو د لمنځه وړلو په اړه خبرداری ورکړی او له نړۍوالې ټولنې یې وغوښتل، چې په دغه هېواد کې دې «فرهنګي ناورین» له پامه نه غورځوي.

دغې ټولنې ویلي، د طالبانو له‌خوا د فرهنګي بنسټونو له منځه وړل او پر هنرمندانو د طالبانو له‌خوا د بندیزونو لګول هغوی د سخت رواني حالت سره مخامخ کړي دي.
د بشري حقونو د ملاتړ ټولنې په هغې اعلامیه کې چې د جمعې په ورځ د (زمري په ۱۲مه) یې خپره کړې ویلي، چې د طالبانو کړنو هنرمندان او فرهنګپال له سخت رواني حالت سره مخامخ کړي او ډېر یې په ژور خپګان هم اخته شوي دي.
د بشري حقونو ملاتړو په ګاونډیو هېوادونو کې د کډوالو هنرمندانو په اقتصادي او رواني بد وضیعت هم اندېښنه څرګنده کړې ده.
د هغوی په خبره، «د فرهنګي اثارو لمنځه وړل او پر فرهنګپالو لګول شوي پراخ بندیزونه د طالبانو د تګلارو اصلي موخه ده.»
دغې ټولنې دا رنګه ویلي، چې طالبانو د افغانستان د خلکو ښکلی فرهنګ له نابودۍ سره مخامخ کړی دی.
هغوی د فرهنګي بنسټونو د بندولو یادونه هم کړې او په اړه یې ژوره خواشیني څرګنده کړېده: «د خرابات کوڅه چې د موسیقۍ او ټنګ ټکور اصلي ځاله وه، اوس په کنډواله بدله شوېده.»د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د خرابات کوڅې ته اشاره شوې، چې د افغانستان د کلاسیکې موسیقۍ او غزل ویونکو د اصلي ټاټوبي په نامه یادېږي.
د هغوی په وینا، د تیاتر ودانۍ، سینماوې، د موسیقۍ نندارې او هنري ګالریانې ټولې له منځه تللې دي.

په پوهنتونونو کې د ښکلیو هنرونو څانګې، د موسیقۍ ملي انسټیتوت او نورې هنري ډلې ځنډول شوې دي.
هغوی د فرهنګي ملاتړ له نړۍوالو بنسټونو له هغې ډلې له یونسکو څخه غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې د فرهنګي ناوړه وضعیت د ښه کولو په برخه کې دې جدي پاملرنه وکړي.
د افغانستان د بشري حقونو ملاتړو د ملګرو ملتونو له امنیت شورا او بشري حقونو د شورا له غړو هېوادونو غوښتي، چې په افغانستان کې د فرهنګي ناورین د لمنځه وړلو په چاره کې دې «فرهنګي ډیپلوماسي» فعاله کړي.

هغوی له افغان فرهنګپالو هم غوښتنه کړې، چې د «فرهنګي ناورین» په اړه دې نور چوپ نه پاتې کېږي.
له هغه مهاله چې طالبان بیا واک ته رسېدلي پر موسیقۍ یې سخت بندیز لګولی، زرګونو هنرمندانو خپل کار و بار له لاسه ورکړ او د هېواد پرېښودو ته اړ اېستل شول.
په تېرو درېیو کالو کې، د موسیقۍ د مینه‌والو سره د طالبانو د ناوړه چلند په اړه هم ګڼ راپورونه خپاره شوي دي.
یو شمېر سندرغاړي د طالبانو له‌خوا وهل شوي ډبول شوي دي.

د طالبانو له نظره موسیقي د شریعت خلاف ده او اورېدل یې جواز نه لري، هغوی په خپله واکمنۍ کې د موسیقۍ یو شمېر الې هم ماتې کړې دي.
د طالبانو د امر بالمعروف وزارت موټر چلوونکو ته په لیکلې بڼه سپارښتنه کړې، چې په موټرو کې دې له سندرو اورېدلو څخه ډډه وکړي.