په ایران کې سیمه ییز چارواکی: په کرمان ښار کې نږدې ټول کاریګر ماشومان افغانان دي

AP ۱۴۰۳ زمری ۱۳

د ایران د کرمان ښار یو سیمه ییز چارواکي ویلي، چې په دې ښار کې له ۶۰۲ کاریګرو ماشومانو یوازې ۸ کسان یې ایرانیان او پاتې نور یې افغانان دي.

علي رضا وحیدزاده په یوې خبري غونډه کې له کاریګرو ماشومانو څخه د پخواني او زاړه زخم په توګه یاد کړي او زیاته کړې یې ده، چې افغانې کورنۍ د خپلو ماشومانو د کار کولو په وړاندې بې تفاوته دي.

د ایراني رسنیو په خبره، ښاغلي وحیدزاده د شنبې په ورځ - د زمري ۱۳مه - افغان کاریګرو ماشومانو ته په اشارې سره وویل: «سره له دې چې په وار وار مو هڅه وکړه چې د دې ماشومانو له کورنیو سره اړیکه ونیسو، خو هغوی زمونږ په اندازه د دې موضوع په اړه اندېښنه نه لري.»
نوموړي همداراز وویل، چې افغانې کورنۍ خپلو ماشومانو ته یوازې د کاري ځواک په سترګه ګوري.
په ایران کې د افغان کاریګرو ماشومانو د پام وړ حضور تر دې وړاندې هم د ایراني چارواکو له منفي غبرګون سره مخامخ شوی و.
د ایران د کورنیو چارو وزارت مخکې ویلي و، چې د ایران په واټونو کې ډېری کاریګر ماشومان بهرني وګړي دي.
احمد وحیدي په ټينګار سره ویلي و، چې ډیری دا ماشومان غیر قانوني افغان کډوال دي او باید خپل هېواد ته ستانه شي.
د ایران د کډوالو د ملي سازمان رییس هم د تېر کال په وروستیو کې اعلان وکړ، چې افغان کاریګر ماشومان به له واټونو راټول او خپل هېواد ته به واستول شي.
تراوسه په ایران کې د افغان کاریګرو ماشومانو کره شمېر معلوم نه دی، خو تر دې وړاندې د تهران د شورا یو غړي ویلي و، چې یوازې په تهران کې ۷۰ زره کاریګر ماشومان شته، چې ۸۰ سلنه یې افغانان دي.
د یادولو ده، چې د تهران د ښاروالي ویاند هم د افغان ماشومانو د راټولو طرحې ته اشاره کړې وه او ویلي یې و، چې دغه ماشومان به افغانستان ته واستول شي.

نور خبرونه

رادیو