ننګرهار کې سرچېنې وايي، چې درې ځوانان د لامبو وهلو پر مهال په جلال اباد ښار کې ډوب شوي دي
له جلال اباده ځینو سرچېنو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دغه ځوانان پرون د جمعې په ورځ د (زمري په ۱۲مه) هغه مهال اوبو یوړل چې د بهسودو پله ته څېرمه یې د کابل په سیند کې لامبو وهله.
د دغو درې واړه ځوانانو له ډلې چې د جلال اباد د ښار اوسېدونکي وو، د یو تن مړی موندل شوی او د دوو نورو مړي لا په سېند کې نه دی پیدا شوي.
ځايي چارواکو او سیمهییزو خلکو ویلي، د هغوی هڅې روانې دي چې د دغو تري تمو ځوانانو مړي هم بیامومي.
د کابل په سېند کې هر کال یو شمېر ځوانان د لامبو پر مهال ډوبېږي، چې ځیني خلک یې لامل په جلال اباد کې د تودوخې لوړه درجه بولي.
دوی وايي، د ګرمۍ په وجه ځوانان په دغه سېند کې لامبي چې ډېر ځله د هغوی په مرګ هم تمامیږي.
د راپورونو له مخې، یوازې سږ کال په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې ۲۵ تنه په سېند لاهو شوي، چې ډېر یې لویان او تنکي زلمیان وو چې په سېندونو کې یې لامبو وهله.