د پاکستان د پلان وزیر د دغه هېواد په تعلیمي برخه کې د اصلاحاتو پر راوستولو ټینکار وکړ

د پاکستان د پلان او پرمختګ وزیر په اسلام اباد کې په یوه ناسته کې د دغه هیواد تعیمي برخه کې د اصلاحاتو پر راوستولو ټینکار کړی دی. احسن قبال ویلي، چې د پاکستان تعیمي نظام باید د ۲۱مې پېړۍ غوښتنې پوره کړي.

د پاکستان دولتي راډیو د دغه هېواد د پلان او پرختګ وزیر احسان اقبال له قوله لیکلي، چې د تعلیم په برخه کې باید له ځنډ پرته ټول اړین اصلاحات پلي شي.

احسان اقبال په دغه ناسته کې ویلي، چې د نوي او پراختیايي فکر د ښوونې او روزنې په سیسټم کې ځای پر ځای شي تر څو د ۲۱مې پېړۍ اړتیاوې پوره کړي.

د پاکستان د پلان وزیر په ډاکه كړې، چې د ۲۰۲۵ کال پېل کې به په بنسټیزه توګه په درسي نصاب، د استادانو روزنه، د ازموینې نظام او مدرسو کې اصلاحات راوستل شي.

هغه وویل، چې اوسنی نصاب د پاکستان د اصلي اړتیاوو په پوره کولو کې پاتې راغلی دی.

نوموړي په ​​مدرسو کې د بنیادي ساینسي زده کړو جبري کولو په اړه خپل نظر څرګند کړ او وویل، چې مدرسو ته دې د ثانوي ښوونځیو مساوي حیثیت ورکړل شي.

احسان اقبال وویل، چې د ټولو پاكستانيانو لپاره د سوكاله راتلونكې یقیني كولو لپاره دا حتمي ده، چې د خپل تعليمي نظام د ښه كولو لپاره ټولې ممکنې لارې چارې وكاروي.

دغه پاکستاني وزیر له ښوونځیو نه باندې ماشومانو زياتېدونکي شمېرې په اړه وویل، چې باید د دې کار مخنیوی وشي.