په خیبرپښتونخوا کې د قاضیانو په یوې ډله برید کې دوه امنیتي سرتېري وژل شوي

د خیبر پښتونخوا په ټانک سیمه کې د قاضیانو پر یوې ډلې وسله‌والو برید کړی، چې د لومړنیو مالوماتو له مخې د دغه برید په پایله کې لږ تر لږه دوه هغه امنیتي سرتېري وژل شوي چې د دغو قاضیانو امنیت یې نیولی و.

له بل پلوه نن سهار په خیبرپښتونخوا کې ناپېژاندو وسله‌والو یو ټرافیک پولیس هم په نښه کړی دی.
د ځایي پولیسو په وینا، دغه پېښه د لکي مروت په مندراخېلو سیمه کې شوې ده.
ځایي پولیس وایي، پېښه هغه مهال وشوه چې نوموړی د دندې په لور روان و او ناپېژاندو وسله‌والو پرې برید وکړ.

لاتراوسه د دغو دوو پېښو پړه کومې ډلې په غاړه نده اخیستې.