پاکستان د هغو افغان موټر چلوونکو لپاره په تورخم د تېرېدو اجازه نه ورکوي، چې اسناد نه لري

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وايي، د پنحشنبې ورځې را په دې خوا د تورخم دروازه د هغو موټرچلوونکو لپاره تړل شوې چې ویزې نه لري.

تر دې وړاندې دغو موټر چلوونکو ته د تګ راتګ لپاره هغه لنډمهاله کارټونه ورکړل شوی و، چې موده یې د جولای میاشتې په پای کې ختمه شوه.
طالبانو هم د موټر چلوونکو دغه ستونزې منلې؛ خو ویلي یې دي چې د دغې ستونزې د غوڅولو لپاره له پاکستاني لوري سره په خبرو اترو لګیا دي.
د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ د ګډې خونې یو لوړپوړي غړي ضیا الحق سرحدي ډان ورځپاڼې ته ویلي، چې موټر چلوونکو ته د ورکړل شویو کارټونو موده د پنجشنبې په ورځ پای ته رسېدلې ده.
پاکستاني چارواکو افغان موټر چلوونکو ته (د جولای تر ۱۵مې) وخت ورکړی و، چې د «ټي ‌ای‌ ډي» کارټونه تر لاسه کړي؛ خو بیا یې دغه موده (د جولای میاشتې تر ۳۱مې) وغځوله.
ښاغلي سرحدي وویل، چې د پاکستان له دغې پرېکړې وروسته، طالبانو هم ورته ګام اخیستی او هغو پاکستاني موټر چلوونکو ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان ویزې یا نور اړوند اسناد نه لري.
افغان او پاکستاني موټر چلوونکو ته دغه لنډمهاله کارټونه د یوکال لپاره ورکول شوي وو، چې د تورخم په دروازه پرې تګ راتګ وکړي.

دغه کارټونه په کابل کې د پاکستان د سفارت او په پېښور کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان قونسلګرۍ له لارې وېشل کېږي.
د پاکستان د سوداګرۍ پخوانی مرستیال محمد خرم اغا (د مارچ له ۲۴مې څخه تر ۲۷مې) پورې افغانستان ته تللی و او د افغانستان د سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي سره یې د دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ په اړه خبرې کړې وې.
د موټر چلوونکو لپاره د اسناد ورکړه یوه پېچلې مسله وه، چې له کبله یې د روان کال په جنورۍ میاشت کې د تورخم دروازه هم تړل شوې وه؛ خو دغه دروازه بیا لس ورځې وروسته له هغه بېرته پرانستل شوه، چې پاکستان له خپلې پرېکړې په شا شو.
خو اوس مالومه نه ده، چې د موټر چلوونکو لپاره به بیا دغې راټوکېدلې ستونزې ته د حل کومې لارې موندل کېږي، ځکه دا هغه وخت دی چې پاکستان ته د افغانستان د تازه میوو او سبو صادرات تر بل هر وخت زیاتیږي، که د تورخم په دروازه د موټر چلوونکو د تګ راتګ برخلیک جوت نه شي؛ نو بې له شکه چې د افغانستان په صادراتو، کرونده ګرو او بڼوالو به ناوړه اغېز پرې باسي.