پاکستان کې د ورښت له امله د مړو شمېر ۳۰ ته ورسېد

پاکستان کې چارواکي وايي، دغه هېواد کې د وروستي موسمي ورښت له امله د مړه شویو کسانو شمېر دېرشو ته ورسېد. د پاکستان دویم ډېر مهم سوداګریز ښار لاهور کې په تېرو څلورو لسیزو کې خورا ډېر باران ورېدلی دی.

د پنجاب صوبې چارواکو د جمعې په ورځ رویټر ته ویلي، لاهور کې ۴۴ کاله وروسته بیا د ډېر ورښت ریکارډ مات شو.

د دوی په خبره، دې ورښت کې تر شپږو کسان لاهور کې مړه شوي دي.

د پنجاب ګاونډ ته په پښتونخوا کې هم د وروستي ورښت له امله د دوولسو ماشومانو په ګډون تر څلرویشتو کسانو خپل ژوند له لاسه ور کړی دی.

ملګري ملتونه او نړیوالې ادارې اکستان د سختې هوا او اقلیمي بدلون له امله ډېر زیانګالی هېواد بولي.

پر ۲۰۲۲ کال هم دغه هېواد کې د ورښت له امله ۱۷ سوه کسان مړه او په میلیونونو بې ځایه شول.

سوېلي اسیا کې د موسمي باران او ځمک ښویېدو له امله د پاکستان ګاونډي هند کې هم تېرو ورځو کې ۱۹۵ کسان مړه او تر دوو سوو ورک شول.