امریکا وايي، په افغانستان کې له نویو راټوکېدونکو ترهګریزو ګواښونو مخنیوی کوي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند وايي:« موږ له افغانستانه د بهرنیو ګواښونو د بیا راڅرګندېدو د مخنیوي لپاره کار کوو.»
ودانټ پټېل په یوې خبري ناسته کې په افغانستان کې د ترهګریزو ډلو په اړه د ملګرو ملتونو د راپور په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، هڅه کوي ډاډ ترلاسه کړي چې افغانستان هیڅکله د امریکا یا د متحدینو په وړاندې یې د ترهګريزو بریدونو په ګواښ بدل نه شي.
د ښاغلي پټېل په وینا، داعش یوه نړۍواله ترهګره شبکه ده چې د نړۍوالو ترهګریزو بریدونو د ترسره کولو هوډ او وړتیا لري.
هغه زیاته کړه، چې امریکا په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد هڅو لپاره د حکومت ټول اړخونه غوره کوي.
ښاغلی پټېل وایي:« موږ د خپلو متحدینو سره همکاري کوو، چې له افغانستانه د بهرنیو ګواښونو د بیا راڅرګندېدو مخه ونیسو.»
نوموړي زیاته کړې، چې له افغانستانه د ترهګرۍ ګواښ د ملګرو ملتونو په ډېرو غړو هېوادونو کې اندېښنې راولاړې کړې دي.
هغه همدارنګه ویلي، چې د امریکا د افغانستان په ګډون نړۍ کې د امریکایي بندیانو د خلاصون لپاره خپلو ه
څو ته دوام ورکوي.