فضل محمود فضلي: حاکمه ډله عصري زدکړو ته لېوال افغانان سپکوي او شرایط پرې سختوي
د پخواني جمهوري دولت د چارو ادارې مشر وایي، «حاکمه ډله عصري زدکړو ته لېوال افغانان سپکوي او شرایط پرې سختوي.» فضل محمود فضلي په خپل اېکس کې لیکلي، چې د دې ډلې له خوا پر لوستو خلکو د شرایطو په سختېدو سره د پوهو افغانانو شمېر کم شي.
نوموړي سږني کانکور ته په اشاره وویل، د زدکړو په برخه کې د طالبانو سخت شرایط ددې لامل شوی، چې تر تېرو کلونو په دې ازموینه کې د هلکانو شمېر هم کم شي.
د ښاغلي فضلي په خبره، د ښځینه کارکوونکو د تنخاوو کمول دا څرګندوي، چې د طالبانو موخه د افغانانو سپکاوی او د افغانانو د تفکر، پوهې او غرور له منځه وړل دي.
د پخواني جمهوري دولت د چارو ادارې مشر د پوهنتون هغې پروفیسورې ته هم اشاره کړې، چې دیرش کاله یې د هېواد د پرمختګ لپاره کار کړی، خو تنخا یې اوس پنځه زره افغانیو ته ښکته شوې ده.
د نوموړي په باور: «د ښځینه مامورینو د معاشونو د کمولو د پرېکړې تر شا اصلي هدف هم عصري زدکړو او پوهو ښځینه افغانانو ته سپکاوی دی.»
فضلي زیاتوي، چې طالبان په دغو محدودیتونو او پرېکړو سره غواړي چې ښځې دندې پرېږدي او په بشپړه توګه له ټولنې محوه شي.
نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې طالبانو په روزنیزو چارو د ټولو محدودیتونو ترڅنګ څو ورځې وړاندې د هېواد د ټولو پوهنتونونو په فراغت غونډو کې د ځانګړې تورې چپنې اغوستل او خولۍ پر سر کول هم منع کړل.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته دغې ډلې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر ټولو ښوونیزو او روزنیزو چارو بندیزونه لګولي دي او له درېو کلونو راهیسې د افغانستان ښوونځي له دولسم ټولګي ښځینه فارغانې نه لري.