یوه افغان کډوال په اندونیزیا کې د خپل ناڅرګند برخلیک په اعتراض کې ځان وواژه

AP ۱۴۰۳ زمری ۱۱

په اندونیزیا کې باخبره سرچینې وايي، په دغه هېواد کې یوه افغان کډوال د خپل ناڅرګند برخلیک په اعتراض کې ځان وواژه.
محمد یاسین نظري دغه کار د سه شنبې په ورځ په جاکارتا کې د دغه سازمان د دفتر مخې ته وکړ او په بل سهار یې مړی د اورګاډي په یوه تم ځای کې وموندل شو.

په اندونیزیا کې یوه افغان کډوال خبریال افغانستان انټرنشنل ته وویل، وروسته له هغه چې دغه کډوال په چاقو د ځان وژنې هڅه وکړه او سخت ټپي شو، د ملګرو ملتونو د دفتر امنیتي ساتونکو هغه یوازې په ټکسي کې یو ځای کلینک ته واستاوه.
هغه زياته کړه: «دغه کډوال د ځان وژنې ګواښ وکړ، امنيتي ساتونکي نوموړی د ټکسي په وسیله هغه له سیمې لرې کړ، نور نو هېڅوک نه پوهېږي چې دغه کډوال څنګه مړ شو.»
د دغه خبريال په وینا، د چهارشنبې په سهار د دغه افغان کډوال مړى د اورګاډي تم ځای ته څېرمه د سودرمن په سيمه کې وموندل شو او پوليسو د هغه مړی روغتون ته يووړ.
هغه زياته کړه، چې د نظري جسد لا هم په روغتون کې پروت دى، د هغه خپلوان نه شته او دوی یې د کورنۍ د موندلو هڅه کوي.
ځیني کسان وايي، چې د سه شنبې په ورځ وروسته له هغه چې د ملګرو ملتونو د دفتر امنيتي ساتونکي نوموړی کلينيک ته ورساوه، شاوخوا شل دقيقې وروسته نوموړی د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته د کډوالو د راټولېدو ځاى ته په همدې وينو لړلي لاسونه ورغلی و.
دوی وايي، چې د شپې له‌خوا د مظاهره کوونکو له منځه ناڅاپه ولاړ او سهار يې جسد د اورګاډي تم ځای ته څېرمه وموندل شو.
د کډوالو په وینا، دغه افغان د ۲۰۱۵ کال په لومړیو کې اندونیزیا ته ورغلی و او ښايي د ځان وژنې د هڅې یو اصلي لامل یې ناوړه رواني وضعیت او د کډوالو غوښتنو ته د ملګرو ملتونو نه پاملرنه وي.
په تېرو دوو لسیزو کې زرګونه افغان کډوال اندونیزیا ته تللي، چې استرالیا او د کډوالۍ تر لاسه کوونکو هېوادونو لکه کاناډا کې پناه واخلي.
د معلوماتو له مخې، په اندونیزیا کې لږ تر لږه شپږ زره افغان کډوال اوسېږي.

د دغو پناه غوښتونکو له ډلې یو شمېر یې له لسو کلونو راهیسې د دوی د پناه غوښتنې د دوسیو د منل کېدو په تمه دي.

نور خبرونه

رادیو