پاکستان د حماس د وژل شوي مشر اسماعیل هنیه د وژل کېدو په پار یو ورځنی ماتم اعلان کړ
پاکستان د جمعې ورځ (د زمري ۱۲مه) د حماس د سیاسي دفتر مشر د وژل شوي مشر اسماعیل هنیه د وژنې په پار یو ورځنی سرتاسري ماتم اعلان کړ.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف تر دې مخکې دغه وژنه یو "وحشیانه عمل" بللی و او ویلي یې وو، چې دا له نړۍوالو قوانینو سرغړونه ده.
بل خوا، په زرګونو مظاهره چیان پرون ماښام د راولپنډۍ په ښار کې د هنیه په ملاتړ راټول شول.
تېره میاشت د لومړي وزیر شریف سلاکار نتنیاهو «ترهګر او د جنګي جرمونو مرتکب» بللی و.
د ایران د حکومت مذهبي مشر سید علي خامنه يي نن په تهران کې د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه د جنازې د لمونځ امامت وکړ.
اسماعیل هنیه پرون سهار وختي تهران کې د اسراییل د توغندیز برید له امله ووژل شو.