سرچینې: شمالي وزیرستان کې وسله والو د یوه ملک په ګډون درې ولسي کسان په ډزو وژلي
باوري سرچینې وايي، نن سهار د شمالي وزیرستان په میرعلي کې ناڅرګندو وسله والو د ملک نور محمد په ګډون درې ولسي کسان په یوه هدفي برید کې وژلي دي. پولیس د دغې پېښې پخلی کوي او وايي، بریدګر له سیمې تښتېدلي دي.
باوري سرچینو نن چهارشنبه د (زمري ۱۰مه) افغانستان انټرنشنل پښتو ته ويلي، چې ناڅرګندو وسله والو نن د سهار نهه بجې د میرعلي په بازار کې پر ملک نورمحمد او زوی یې ډزې وکړې چې هغوی دواړه ځای پر ځای ووژل شول او په دغو ډزو کې د پېښې ځای ته نږدې یو ۱۲ کلن ماشوم هم ووژل شو.
د دغه برید په اړه تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې څه نه دي ويلي.
له سیمې خپلواک خبریال لال وزیر افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې دوه تنه وژل شوي زوی او پلار د میرعلي اوسېدونکي او وژل شوی ماشوم د شیوا اوسیدونکی دی.
د ميرعلي د پولیسو مشر جانزيب د دغې پېښې د پخلي تر څنګ وايي، چې بریدګر له سیمې په تېښته بریالي شوي او د دوی پلټنې پسې روانې دي.
په دې ورستيو کې په میرعلي او لوی وزیرستان کې پر ولسي خلکو هدفې بريدونه ډیر شوي او ځايي خلک حکومت د خلکو په امنیت ساتلو کې پاتې بولي.
د یوه بل خبر له مخې د خیبرپښتونخوا د خیبر په جمرود کې هم نن سهار د پولیسو پر یوې پوستې وسله والو برید کړی چې په پایله کې یې یو پولیس وژل شوی او بل ټپي دی.
د دغه برید مسوولیت تحریک طالبان پاکستان منلی دی.