مولانا فضل الرحمان: د اسماعیل هنيه د وژنې په غبرګون به په ټول هېواد کې لاريونونه وشي

د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان د حماس د سیاسي څانګې د مشر اسماعیل هنیه پر وژنې اندېښنه څرګنده کړې ده. هغه ویلي، چې د اسماعیل هنیه او د هغه د کورنۍ قربانۍ به ضایع نشي.

جمعیت علمای اسلام ګوند د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د مولانا فضل الرحمان له قوله ویلي:« د اسماعیل هنیه د کورنۍ او د فلسطینیانو په غم کې ځان شریک بولو.»
هغه ویلي، د اسماعیل هنیه وژنه به د فلسطین د ازادۍ غورځنګ ختم نه کړي.
هغه زیاته کړې، د اسراييل د تېري او د اسماعيل هنيه د وژنې پر ضد به په ټول هېواد کې لاريونونه وشي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت هم د هنیه د وژنې په غبرګون یوه خبرپاڼه خپره کړې ده.
خبرپاڼې د هنیه وژنه غندلې او ویلي یې دي، چې په دې سره به په سیمه کې جګړه نوره هم توده شي.
انس حقاني هم د اسماعیل هنیه وژنه غندلې ده.
هغه په اېکس پاڼه لیکلي:« د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه وژنه یوه ستره ضایعه ده؛ خو د همداسې سترو انسانانو د وینو لیکې د ازادۍ لار ترسیموي.»
له بل پلوه سپینه ماڼۍ وایي، چې په دې اړه یې څېړنې روانې دي.
د یمن د حوثیانو ویاند د اسماعیل هنیه پر وژنې غبرګون ښودلی او امریکا یې د هغه په وژنه کې په لاس لرلو تورنه کړې ده.
هغه وایي، هر هغه څه چې پېښېږي په هغه کې د امریکا لاس دی او باید د هغې بیه پرې کړي.