په پښتونخوا کې د پولیسو پر امنیتي پوسته په برید کې دوه پولیس او یو ولسي وګړی ووژل شول

د ښتونخوا د خيبر ولسوالۍ په چهاروازګۍ سيمه کې پر امنیتي پوستې د برید له امله د دوو پولیسو په ګډون درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د خیبر امنیه قومندان سلیم عباس جیو نیوز ته ویلي، چې وسلوالو دا برید لنډي کوتل بازار ته نږدې پر یوه امنیتي پوسته کړی دی.
د نوموړي په وینا، د پېښې ټپیان د لنډي کوتل روغتون ته لېږدول شوي او بریدګر هم له سیمې تښتېدلي دي.