د افغانانو په ګډون لسګونه کډوال د دوو قبرسونو تر منځ سیمه کې بند پاتې دي

AP ۱۴۰۳ زمری ۱۰

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وايي، د دوو قبرسونو تر منځ په ناوېشلې سیمه کې د افغانستان، ایران او نایجریا ۵۹ کډوال ایسار پاتې دي.

فرانس پریس راپور ورکړ، دغو کډوالو وروسته له هغه چې د اروپایي اتحادیې تر واک لاندې برخې ته د تېریدو هڅه کوله د پولیسو له خوا بیرته ګرځول شوي دي.
پناه غوښتونکي هغه مهال په سوېل کې د قبرس جمهوریت تر واک لاندې سیمو او په شمال کې د ترکیې جمهوریت تر منځ د شنې کرښې په نوم سیمه کې له ترکیې څخه تر تېریدو وروسته نیول کیږي یا له ستونزو سره مخ کیږي.
د قبرس د کډوالو وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې دغه کسان د ترکیې له لارې ناوېشلې سیمې ته دننه شوي، نو ترکیه د دوی د پناه غوښتنې د چارو سمبالښت او مسولیت لري.
ملګرو ملتونو پر قبرس غږ کړی چې په دغه سیمه کې نیول شویو کډوالو ته د پناه اخیستو اجازه ورکړي.
د قبرس چارواکو دا غوښتنه رد کړې او ویلي یې دي چې دوی به اجازه ورنه کړي چې د ترکیې په ملاتړ ناوېشلې سیمې، شمالي برخه د انساني قاچاق وړونکو لپاره د «کلا تر شا جوړه شوې دروازه» پاتې شي.

نور خبرونه

رادیو