ایراني رسنۍ: ایران ته د پاکستان د لومړي وزیر سفر د ولسمشر پزشکیان په مشوره لغوه شو
فارس خبري اژانس ویلي، چې په تهران کې د ولسمشر پزشکیان د لوړې مراسمو ته د پاکستان لومړي وزیر سفر پزشکیان لغوه کړی. پاکستاني رسنیو بیا خبر ورکړی، چې د دغه هېواد لومړي وزیر شهباز شریف د ناروغۍ له امله د ایران ولسمشر د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره تهران ته خپل سفر لغوه کړ.
ټاکل شوې چې د ایران د نوي ټاکل شوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې مراسم نن د سه شنبې په ورځ د ځايي وخت مازدیګر په څلورو بجو د بېلابېلو هیوادونو د چارواکو په ګډون ترسره شی.
پاکستاني رسنیو «نیشن» او «دنیا» ورځپاڼو خبر ورکړی چې د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال اسحاق ډار به چې د دغه هیواد سناتور هم دی، د پاکستان د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د دغې لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، چې نن به د دغه هېواد د ولسمشر د لوړې مراسم د ۸۰ هېوادونو د استازو په ګډون ترسره شي.
ایراني رسنیو د دغه هیواد د اسلامي شورا د ملي امنیت د کمیسیون غړي علاو الدین بروجردي له قوله ویلي، چې په دغو مراسمو کې به ۱۱ د پارلمان مشران، څلور مرستیالان، شپږ لومړي وزیران، دوه ولسمشران او ګڼ شمېر وزیران ګډون وکړي.
خو تر اوسه پورې دا نه څرګنده چې د ایران نوي ټاکل شوي ولسمشر مسعود پزشکیان ولې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف د ورتلو سفر لغوه کړی.