کورمه کې د روان تاوتریخوالي لړۍ لا هم روانه ده او د وژل شویو شمېر ۴۹ ته لوړ شوی دی
د خيبرپښتونخوا د کورمې په ولسوالۍ کې ځايي سرچېنو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې تر پرون ماښامه د وژل شویو شمېر ۴۹ او د ټپیانو هغه یې ۲۲۶ تنو ته رسېدلی دی.
په پړه چنار کې ځايي خبریال علي افضل افضال د ټیلیفون په لیکه افغانستان انټرنشنل پښتو ته تایید کړه، چې لا هم دواړه خواوې پر یو بل د سپکو او درنو وسلو ډزې کوي.
نوموړي زیاته کړه: «د دغې جګړې له امله ټپیان په خورا نازک حالت کې دي او پرون مازیګر هغه ټپیان چې له پړه چناره د درملنې په موخه پېښور ته لېږدول کېدل، د هنګو د مامو خوړ په سیمه کې سیالې ډلې یې د لېږدولو اجازه ورنکړه او د هغو لپاره یې لاره بنده کړه او ټپیان یې بېرته پړه چنار ته ولېږدول.»
د کورمې ولسوالۍ خلک وايي، چې د شاوخوا یوې اونۍ را په دې خوا ټول بازارونه تړل شوي، خوراکي توکي نه پیدا کېږي، په روغتونونو کې درمل مخ په خلاصېدو دي او په سیمه کې انټرنېټ او مخابراتي شبکې هم له کاره لوېدلې دي.
دغه جګړه چې له یوې اونۍ راهیسې په کورمې ولسوالۍ کې روانه ده، لومړی د ځمکې پر سر د دوو کورنیو چې یوه یې سني مذهبه او بله یې شیعه مذهبه وه پیل شوه؛ خو وروسته دغې جګړې مذهبي بڼه خپله کړه او د دغې ولسوالۍ بېلابېلو برخو ته وغځېده.
ځايي سرچېنې وايي، د دغې ځمکې پر سر تېر کال هم د دواړو خواو تر منځ نښتې شوې وې چې دواړو خواو ته یې مرګ ژوبله هم اړولې وه، له هغې وروسته څو ځلې د دواړو غاړو تر منځ بېلابېلې جرګې او مرکې وشوې؛ خو لا هم دغه لانجه په چورلټ ډول نه ده غوڅه شوې.
شخړه په لومړي سر کې د مدګي او ګلاب نومي کلیو د دوو اوسېدونکو کورنیو تر منځ پيل شوه؛ خو وروسته د دغې شخړې لمبې تر بوشهره، صده، ډنډر، بالش خېل، کونج عليزی، مقبل او پېواړ سيمو ته هم خورې شوې.
تر دې وړاندې به په دغو سیمو کې د محرم یا عاشورا په ورځو کې مذهبي او فرقهییزې جګړې کېدې؛ خو سږنی کال د عاشورا له مراسمو وروسته دغو جګړو زور اخیستی.
که څه هم چې ځايي مخور او سپین روبي هڅه کوي، چې د دغې جګړې اور مړ کړي؛ خو تر اوسه د هغوی هڅو څرګندې پایلې نه دي لرلي او حکومتي چارواکي هم تر دې مهاله په دې کار کې پاتې راغلي.
د راپورونو له مخې، کورمې او پېښور تر منځ لویه لاره هم د تګ راتګ لپاره تړلې پاتې ده.