د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې په زړه سوري ناروغانو سره مرسته کوي

د طالبانو تر واک لاندې سرې میاشتې ټولنې په اېکس پاڼه لیکلي، چې په کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان سفیر د دغې ټولنې له مشر شهاب الدین دلاور سره په لیدنه کې د زړه په سوري د اخته ناروغانو د درملنې لپاره د یوه روغتون په جوړولو کې د مرستې ژمنه کړې.

په دغه لیدنه کې شهاب الدین دلاور د زړه په سوري د اخته ناروغانو په تېره بیا د ماشومانو د ستونزو په اړه خبرې کړې او د اسلامي همکاریو له سازمانه یې غوښتي، چې په دې برخه کې ورسره مرسته او همکاري وکړي.
نوموړي له دغه سازمانه غوښتي، چې د دوی سره دې د روغتیايي وسایلو او نورو اړینو توکو په برابرولو کې مرسته وکړي.
په افغانستان کې یو شمېر ماشومان د زېږون سره هم‌مهاله په زړه سوري دنیا ته راځي او په افغانستان کې یې د درملنې شونتیاوې نه شته، تر دې وړاندې په زړه سوري ماشومان به جرمني ته د درملنې لپاره وړل کېدل.
تېر کال د سرې میاشتې ټولنې ویلي و، چې له دوی سره له ۱۲ زره زیات د زړه په سوري اخته ماشومان ثبت شوي دي، چې هر یو یې بېړنۍ مرستې او درملنې ته اړ دي.