طالبان: په ۱۴ اروپايي هېوادونو کې د افغانستان د سیاسي استازولیو فعالیتونه د منلو نه دي
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې په اروپايي هېوادونو کې د افغانستان د سفارتونو او قونسلګریو فعالیتونه (خپلسري) دی. دغه ډله وايي، په اروپايي هېوادونو کې ورته د افغانستان د سیاسي استازولیو فعالیتونه د اعتبار وړ نه دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ د (زمري ۹مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د کاناډا او اسټرالیا په ګډون د اروپايي هېوادونو د سفارتونو او قونسلګریو فعالیتونه د یادې ډلې له همغږۍ پرته (له اصولو خلاف، په خپلسري ډول) مخته وړل کېږي.
طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې په لندن، بلجیم، برلین، بن، سویس، اتریش، فرانسې، اېټالیا، یونان، پولنډ، سویډن، ناروې، کاناډا او استرالیا کې د افغانستان د سفارتونو او قونسلګریو فعالیتونه ورته د اعتبار وړ نه دي.
طالبانو په دغه اعلامیه کې ویلي، چې په دغو هېوادونو کې د وثیقو، تصدیق پاڼو، عدم مسوولیت پاڼو، د پاسپورټونو د ورکړې، د پاسپورټ د تمدید، د ویزې ورکولو او نورې چارې د یادو سفارتونو او قونسلګریو له لوري ورته د منلو نه دي.
طالبانو ويلي، د یادې ډلې د بهرنیو چارو وزارت د دغو سندونو په وړاندې هېڅ ډول مسوولیت نه مني او نه په دې اړه اجرات کوي.
طالبانو په یادو هېوادونو کې له مېشتو افغانانو غوښتي، چې د قونسلي خدمتونو او ویزو د تر لاسه کولو لپاره په هغه هېوادونو ته ځي چې د دغې ډلې تر واک لاندې دي.
طالبانو د کاناډا او اسټرالیا په ګډون په اروپايي هېوادونو کې د افغانستان په سیاسي استازولیو کې دغه محدودیتونه په داسې حال کې لګولي، چې تر دې دمه هیڅ هېواد دغه ډله په رسمیت نه ده پېژندلې.
تر دې مهاله په دغو هېوادونو کې د افغانستان سیاسي استازولیو د طالبانو د دغه محدودیتونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.