په کورمه کې د دوو قومونو تر منځ نښتو کې د ۳۵ کسانو له وژل کېدو سره پر اوربند هوکړه وشوه
د خیبر پښتونخوا په کورمه کې د دوو لورو تر منځ د ۵ ورځینیو نښتو په پایله کې د ۳۵ کسانو له وژل کېدو سره پر اوربند هوکړه وشوه. د جیو نیوز د راپور له مخې؛ د کورمې ولسوالۍ د دوو قومونو مشرانو هوکړه وکړه، چې له پنځو ورځو وروسته د جګړې مخه ونیسي.
د راپور له مخې؛ د دواړو قومونو ګوندونو پرېکړه کړې، چې د امن جرګې غړي به وسله وال قبایلي له لومړۍ کرښې لرې کوي.
جیو نیوز په خپل راپور کې همداراز زیاته کړې ده، چې په دغو پنځه ورځینیو نښتو کې د ۳۵ کسانو د وژل کېدو ترڅنګ ۱۶۶ کسان ټپيان شوي هم دي.
پاکستاني پولیسو ویلي، چې د خیبر پښتونخوا په کورمه کې د دوو قومونو ترمنځ د ځمکې پر سر نښته پيل شوې وه، چې وروسته بیا په بېلابېلو سيمو کې د نښتو د دوام لامل شو.
پولیسو همداراز ویلي، چې په پاړه چنار سیمه کې هم لسګونه توغندي توغول شوي دي.
د راپور له مخې؛ له پېښور څخه پاړه چنار ته تلونکې لويه لاره هم د هر ډول تګ و راتګ پر مخ تړل شوې ده او په ځینو سیمو کې بیا مخابراتي او انټرنټي خدمتونه هم بند شوي دي.