په ایران او پاکستان کې ځیني افغان خبریالان وايي چې د اېستلو له ګواښ سره مخ دي

AP ۱۴۰۳ زمری ۷

ایران او پاکستان ته کډوال شوي ځیني افغان خبریالانو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې له یادو هېوادونو څخه د اېستلو له ګواښ سره مخ دي.
په دې خبریالانو کې هغه کسان هم شامل دي، چې له دوه کلن انتظار وروسته په ایران کې د فرانسې سفارت د دوی وېزې رد کړې دي.

د ۸صبح کابل ورځپاڼې پخوانی خبریال سردار داهي چې له څه باندې دوو کلونو راهیسې په تهران کې اوسېږي، له افغانستان انټرنشنل پښتو سره په خبرو کې وویل، چې د وېزې موده یې پای ته رسېدلې او د اېستلو له وېرې څخه له خپل کور څخه وتلی نه شي.
نوموړي وویل، چې د یوه ایټالیایي بنسټ په همکارۍ له افغانستانه ایران ته ولېږدول شو، څو له دې هېواده اروپایي هېوادونو ته ولېږدول شي، خو یاد بنسټ دوی هېر کړل او اړیکې یې ورسره پرې کړې.
ښاغلي داهي دغه راز زیاته کړه، چې په دې وروستیو کې د خبریالانو هېڅ یو ملاتړ بنسټ یې ایمیلونو ته ځواب نه وایي او په ایران کې هم د ژوند سختې شپې او ورځې تېروي.
نوموړی د تهران په پنځلسمه سیمه کې ژوند کوي او دا هغه سیمه ده چې په دې وروستیو کې ایراني وګړو د بنرونو په لګولو سره د افغانانو د اېستلو غوښتنه کړې ده.
له دې سره، د ملي ټلویزیون یوه پخوانۍ خبریاله زهرا احمدي او ورور یې مجتبی احمدي چې د طلوع نیوز پخوانی کارکوونکی و، له دوو کلونو راهیسې په ایران کې اوسېږي.
دوی هم له افغانستان انټرنشنل پښتو سره په خبرو کې وویل، چې شاوخوا یوه میاشت مخکې د فرانسې سفارت دوی ته د ویزو د ردولو خبر ورکړ.
مېرمن احمدي وایي: «له یوې خوا مو د فرانسې د سفارت له خوا د وېزو د ورکړې مساله رد شوه او له بلې خوا مو په ایران کې د ویزو موده پای ته رسېدلې ده، چې د پولیسو د نیولو له وېرې ان له کور څخه هم وتلی نه شو.»
زهرا احمدي او مجتبی احمدي چې د تهران په قرچک سیمه کې ژوند کوي دغه راز زیاتوي، چې له ایران څخه د افغانانو د اېستلو ګواښ تر هغه وروسته زیات شو، چې درېیو افغان وروڼو یو ایراني وګړی وواژه.
دا په داسې حال کې ده، چې په تهران کې یو شمېر مېشتو خبریالانو د روان کال د چنګاښ میاشتې په لومړیو کې وویل، چې په دغه هېواد کې د فرانسې سفارت له څو میاشتیني انتظار وروسته د ۱۳ خبریالانو د کډوالۍ وېزې رد کړې.
اخوا په اسلام اباد کې هم د فرانسې سفارت د یو شمېر خبریالانو چې دقیق شمېر یې روښانه نه دی، له څو میاشتیني انتظار وروسته د ویزو ورکړه رد کړې ده.
د میترا ټلویزیون پخواني کارکوونکي عبدالله میرزاد له افغانستان انټرنشنل پښتو سره په خبرو کې وویل، چې له دوو کلونو راهیسې له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته کډوال شوی دی.
نوموړی وایي، چې څو میاشتې مخکې یې د فرانسې سفارت سره انټرویو کړې وه او سره له دې چې یاد سفارت دوی ته د ویزو د ورکړې ډاډ ورکړی و او ان له دوی څخه یې د ټکټ د اخیستو غوښتنه هم کړې وه، خو د نامعلوم علت له امله دغه سفارت د ویزې له ورکړې ډډه وکړه.
ښاغلی میرزاد وایي، چې اوسمهال د پاکستان د ویزو موده یې هم پایته رسېدلې او یو ځل بیا له پاکستانه د کډوالو د نیولو او اېستلو لړۍ چټکه شوې ده، چې د دوی د اندېښنې لامل شوی دی.
اخوا د انعکاس ټلویزیون پخوانۍ خبریاله نادیه مومند هم له هغو خبریالانو څخه ده، چې درې میاشتې مخکې د فرانسې سفارت یې د ویزې غوښتنه رد کړه.
نوموړې چې د پاکستان په اسلام اباد کې اوسېږي وایي: «له یوې خوا مې په پاکستان کې د ویزه وخت پایته رسېدلی او له بلې خوا د فرانسې سفارت د ویزې د ورکړې له ډاډ ورکولو سره سره زما د ویزې غوښتنه رد کړه.»
نوموړې وایي، چې د امنیتي ګواښونو له امله بیا ځلې افغانستان ته ستنېدلی نه شي او له پاکستان څخه د اېستلو له ګواښ سره هم مخ ده.
یاد خبریالان د رسنیو له ملاتړو ادارو غواړي، چې له ایران څخه یې نورو هېوادونو ته د انتقال په برخه کې همکاري وکړي.

نور خبرونه

رادیو