ټرمپ نتنیاهو ته د کاملا هرېس خبرې 'بې احترامي' وبلله

د جو بایډن او کاملا هرېس سره له جلا، جلا لیدنو کتنو یوه ورځ وروسته ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره وکتل.

ټرمپ خبریالانو ته ویلي، چې دوی "ډېرې ښې اړیکې لري" او د دوی ترمنځ یې د ترینګلتیاوو خبره رد کړه.
له بل پلوه کاملا هرېس د پنجشنبې په ورځ له نتنیاهو سره د لیدنې پرمهال په خپلو څرګندونو کې د بایډن پرتله هغه ته خورا جدي خبرداری ورکړی و.
د امریکا د ولسشمر مرستیالې د اسراییل لومړي وزیر ته ویلي و، چې په غزه کې د اوربند او ولسي خلکو د کړاوونو د ختمولو لپاره دې هوکړه وکړي.
کاملا هرېس له بنیامین نتنیاهو سره په واشنګټن کې د کتنې پر مهال نوموړي ته خبرداری ورکړی، چې د فلسطینیانو پر کړاوونو غلې نه شي پاتې کیدای.
د دوی له خبرو وروسته په یوه ټلویزیوني وینا کې هرېس وویل، «نور نو د دې جګړې د پای ته رسېدو وخت را رسېدلی دی» او د جګړې له امله یې د فلسطینیانو د مرګ ژوبلې په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې وه.
ټرمپ د جمعې په ورځ د هغې څرګندونې "بې احترامي" وبلله.
ټرمپ د پنجشنبې په ورځ فاکس نیوز ته د جګړې د سملاسي پای ته رسولو غوښتنه هم وکړه او ویې ویل، چې اسراییل "د دغو تبلیغاتو سره د ماتېدو په حال کې دی."