په کراچۍ کې یو حکومتي چارواکی "افغانانو ته د پاکستاني پېژندپاڼو" صادرولو په تور نیول شوی
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د ملي معلوماتو د ثبت ادارې یو مرستیال افغانانو ته د پاکستاني پېژندپاڼو د ورکولو په تور نیول شوی دی. د فدرالي څیړنو د ادارې ویاند ویلي، چې تورن کس له خپلو څو تنو همکارانو سره په کراچۍ کې افغانانو ته پاکستاني شناختي کارډونه ورکړي دي.
دغه پاکستاني چارواکي زياته کړه، چې دغه اداره د تورن کس د نورو همکارانو د نيولو هڅې کوي.
نوموړي د صادر شویو شناختي کارډونو د شمېر په اړه معلومات ورنکړل.
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د فدرالي څیړنو ادارې هم په جلا عملیاتو کې په یو غیر قانوني سفري اداره چاپه وهلې او یو کس یې له ګڼو شناختي کارډونو او سفري اسنادو سره نیولی دی.