پولیسو د ۲۴ورځو په ترڅ کې د پاکستان له یوه ښاره پر ۴۶مېرمنو د جنسي تېري او تښتولو پخلی کړی

AP ۱۴۰۳ زمری ۵

د ډان ورځپاڼې د خبر له مخې، په تېرو ۲۴ ورځو کې د پنجاب په «منډي بهاءالدین» ښار کې پر ۴۶ مېرمنو د جنسي تېري او د پېغلو نجونو د تښتولو پېښې ثبتې شوې دي.

په انګریزي ژبې د دغې خپرېدونکې ورځپاڼې په راپور کې ویل شوي، چې د دغو پېښو ډېرې قربانیانې کم عمره نجونې دي.
ډان ‌نیوز د پنجشنبې په ورځ د (زمري ۴مه) د پولیسو له قوله لیکلي، چې دغه پېښې د جولای له لومړۍ نېټې څخه د همدې میاشتې تر ۲۴ مې نېټې د پنجاب په «منډي بهاءالدین» ښار کې ثبتې شوې دي.
د پولیسو د راپورونو له مخې، هغه مېرمنې چې د جنسي تېري او تښتولو سره مخامخې شوې دي، عمرونه یې د لسو تر ۲۸ کالو وو، چې ډېرې یې پېغلې نجونې وې.
د پاکستان په قانون کې هغه کسان چې په جنسي تېري تورنیږي هغوی ته د اعدام یا هم عمري بند سزا ورکول کېږي، د عمري بند سزا له ۱۰ کالو څخه تر ۲۵ کالو ټاکل شوې ده.
د یو څېړنیز بنسټ څېړنې ښيي، چې د دومره سخت قانون سره، سره بیا هم په پاکستان کې د جنسي تېري او د مېرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې مخ په زیاتېدو دي.

نور خبرونه

رادیو