له بنو وروسته نن د سوېلي وزیرستان په واڼه کې هم زرګونو کسانو اعتراضي غونډه وکړه

AP ۱۴۰۳ زمری ۵

د سوېلي وزیرستان په واڼه کې زرګونه کسانو لاریون کړی او په هغه کې یې له حکومته غوښتي، چې د سولې په نوم د لښکر جوړول او یا هم د دوی په سیمه کې د پوځي عملیاتو پیلول دوی ته د زغملو نه دي.

په دغه لاریون کې د بېلابېلو سیاسي ډلو، د ګوندونو مشرانو او غړو، قومي سپین ږېرو او مخورو، زده‌کړیالانو، زده‌کوونکو، ډاکټرانو او د سوېلي وزیرستان د بېلابېلو سیمو اوسېدونکو برخه لرله.
په دغه لاریون کې چې د سولې او امن نوم ورکړل شوی و، د واڼه بازار ټول اته زره دوکانونه تړل شوي او د خلکو کاروبارونه په ټپه درېدلي ول.
دغو لاریون کوونکو چې سپین بېرغونه له ځانه سره لېږدول د واڼه په بازار کې یې د سترې غونډې پر مهال له حکومته په خپلو سیمو کې د سولې او ټیکاو غوښتنه کوله او د پوځي عملیاتو سره یې په ښکاره مخالفت څرګنداوه.
د لاریون په ترڅ کې لاریونوالو د پاکستان حکومت ته د یوه پرېکړه لیک له لارې اووه غوښتنې وړاندې کړې.

په دغو غوښتنو کې یې د سر، سر موضوع د دوی په سیمو کې د سولې او امنیت ټیګښت و؛ خو دا یې په ډانګ پېیلې توګه وویل، چې دوی د سولې په نوم د لښکر، کمېټو او سازمانونو جوړول نه مني.
په بله غوښتنه کې یې د هر ډول پوځي عملیاتو او پوځي خوځښتونو سره د دوی په کلکه مخالفت و.
دا رنګه هغوی غوښتنه کوله، چې په وزیرستان کې دې د وژل شویو کسانو قاتلین محاکمه شي او عدالت دې پرې پلی شي.
هغوی ویل، چې د سویلي وزیرستان په واکونو کې دې پوځیان او نورې امنیتي ادارې لاسوهنه نه کوي او د پولیسو د ناقانونه کړنو مخه دې ونیول شي.
د سوېلي وزیرستان خلکو ته دې د بشپړ امنیت د ډاډ ورکولو تر څنګ، دا ډاډ ګېرنه هم ورکړل شي چې د هغوی د عامه او ولسي خدمتونو په کارکوونکو به بریدونه نه کېږي.
د انګور اډې سوداګریزه لار دې د خلکو د تګ راتګ او سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد لپاره ژر تر ژره پرانیستل شي.
د واڼه دغه اعتراضیه غونډه د بنو د لاریون او پرلت وروسته تر سره کېږي، چې په لاریون کې د پېښ شوي تاوتریخوالي له امله د یو کس د وژل کېدو او ۲۵ نورو د ټپي کېدو خبرونه هم خپاره شوي ول.
د بنو پر اعتراض کوونکو بریدونه په پراخه کچه غندل شوي وو او د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون هم په یوه بیان کې پر سوله‌ییزو لاریون کوونکو بریدونه غندلي او غوښتنه یې کړي وه، چې د دغه برید عاملین دې د عدالت منګولو ته وسپارل شي.
تر هغې خونړۍ پېښې وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو او ملاتړو هم په بېلابېلو ښارونو کې د بنو د ولسي لاریون په ملاتړ غونډې او جلسې جوړې کړې وې.

نور خبرونه

رادیو