د ۲۰۲۴ کال د پاریس المپیک سیالۍ نن پیلېږي

AP ۱۴۰۳ زمری ۵

په پاریس کې د ۲۰۲۴ کال المپیک سیالۍ نن په رسمي بڼه پیلېږي؛ خو د دغو سیالیو ځینې لوبې له تېرې ورځې راهیسې پیل شوې وې.
په دغو سیالیو کې ۱۰ زره او ۵۰۰ لوبغاړي د المپیک په ۳۲۹ برخو کې لوبېږي.

د فرانسوي رسنیو د راپورونو له مخې، د دغو سیالیو د کتنې لپاره ۱۳ مېلیونه ټکټونه پلورل شوي دي.
د دغو رسنیو په وینا، مېلیاردونه کسان به دغه سیالۍ د ټلویزیون له لارې وڅاري.
فرانسه هڅه کوي، چې دغه سیالۍ د امنیت ضد پېښو پرته په امن فضا کې ترسره شي.
له بل پلوه په تېرو وروستیو کې د دغه سیالیو د امنیت لپاره د پاریس ښار په شاوخوا کې ګڼ امنیتي ځواکونه ځای پرځای شوي دي.
د دغو سالیو د امنیت ساتلو لپاره د فرانسې له بېلابېلو امنیتي بنسټونو ۸۳ زره سرتېري ګومارل شوي دي.
د دغو سرتېرو ترڅنګ ۱۸۰۰۰ بهرني سرتېري هم پاریس ښار ته د المپیک سیالیو د امنیت خوندي کولو په موخه استول شوي دي.
په دغو سیالیو کې د ښځینه‌و په ګډون شپږ تنه افغان لوبغاړي هم د لامبو، جودو، اتلتیک، منډې او بایسکل ځغلونې په برخه کې برخه اخلي.

د دغو لوبغاړو ترڅنګ پنځه تنه نور افغان لوبغاړي هم د پناه‌غوښتونکو کمیټې څخه په دغو سیالیو کې ګډون کوي.

نور خبرونه

رادیو