په خیبرپښتونخوا کې حکومت د نويو پوځي عملیاتو د نه ترسره کولو خبر ورکړ

AP ۱۴۰۳ زمری ۵

د پاکستان په شمال لویدیځ کې حکومت د پنجشنبې په ورځ وویل، چې چارواکي به په خیبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ ضد تازه پوځي عملیات نه ترسره کوي.

دا بیان وروسته له هغې خپور شوی، چې د خیبرپښتونخوا حکومت د پنجشنبې په ورځ په بنو کې پر لاریونوالو د ډزو د پېښې په تړاو د بحث لپاره د اپیکس کمیټې غونډه وکړه.
تېره جمعه په بنو کې پر پرلت‌والو ډزې وشوې.
تر دې وړاندې په جون میاشت کې د پاکستان لوړ پوړي ملي امنیت فورم د "عزم استحکام" عملیات اعلان کړل.
د دغې پرېکړې له اعلانولو وروسته په خیبر پښتونخوا کې خلکو پراخ اعتراضونه وکړل.
د اپېکس کمېټې غونډه د خیبرپښتونخوا د وزیر اعلی علي امین ګنډاپور په مشرۍ ترسره شوه، چې په کې د پرلت د ځینو مشرانو سربېره لوړ پوړو ملکي او پوځي چارواکو هم برخه اخیستې وه.
خو په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د پاکستان د پوځ له مرستې پرته په ځینو سیمو کې د دوی د جغرافیوي موقعیت او سرحدي سیمو ته د نږدې‌والي له امله عملیات شوني نه دي.
په بیان کې ویل شوي، په داسې حالت کې به د وضعیت سره سم ګام واخیستل شي.
په بیان کې خبرداری ورکړل شوی، چې "ترهګر په هره بڼه کې د غندنې وړ دي او پر وړاندې به یې جدي اقدام وشي."
اپېکس کمېټې بیا ویلي، چې له قضایي بنسټونو د بنو د ډزو د پېښې د عدالتي پلټنو غوښتنه کوي.
کمیټه وایي: "په عین حال کې، حکومت به خپله پلټنه وکړي او ښکېل کسان به وپېژني."
کمیټې ویلي، هر وګړی حق لري چې سوله‌ییز لاریون وکړي.
له بل پلوه د سه شنبې په ورځ د خيبر پښتونخوا وزيراعلی علي امين ګنډاپور د بنو پېښې په اړه د جوړې شوې جرګې غوښتنې د اپيکس کمېټې ته د وړاندې کولو پرېکړه کړې وه.
د بنو پېښې په اړه جوړې شوې جرګې غړو د وزيراعلی علي امين ګنډاپور سره ليدلي وو او خپلې غوښتنې يې هغه ته وړاندې کړې وې.
د جرګې غړو دغه راز د بنو په وروستۍ پېښه کې د ښکېلو کسانو د محاکمې غوښتنه کړې وه.
تمه کېږي، چې د خیبرپښتونخوا وزيراعلی علي امين ګنډاپور به نن جمعه د بنو پرلت ته ورځي او هلته به د اپيکس کميټې پرېکړه پرلت‌والو ته وړاندې کوي.

نور خبرونه

رادیو