نرېندر مودي: پاکستان تل خپلو پلانونو کې شرمنده شوی، خو له تاریخ څه نه زده کوي

AP ۱۴۰۳ زمری ۵

د هند لومړی وزیر وايي، پاکستان تل خپلو پلانونو پرمخ بېولو کې «شرمنده شوی، خو بیا یې هم له خپل تاریخ څه نه دي زده کړي.»

نرېندر مودي د کارګل جګړې په یادغونډه کې زیاته کړه، «پاکستان هڅه کوي له ترهګرۍ او نیابتي جګړې سره تړلی پاتې شي، خو خپلو شومو پلانونو کې به کامیاب نه شي.»

د سوېلي اسیا دغه دوه ګاونډي اټومي هېوادونه په خپلو کې خراب اړیکي لري.

نوی ډېلی له لسیزو راهیسې پاکستان تر خپل واک لاندې کشمیر کې د تاوتریخوالي لپاره د توندلارو په روزلو تورنوي.

پاکستان دا تورونه ردوي او وايي، چې د ډېر وګړې مسلمانې سیمې په توګه د کشمیر د خلکو ډیپلوماټیک ملاتړ کوي.

خو نرېندر مودی نن په کارګل کې د لنډ پوځي ټکر په ۲۵ کلیزه کې بیا پاکستان د ترهګرۍ په ملاتړ تورن کړ.

ښاغلي مودي زیاته کړه، چې اسلام اباد به په دې برخه کې بریالی نه شي: « زه د ترهګرۍ ملاتړو ته وایم چې تاسو به خپلو شومو پلانونو کې هیڅ وخت کامیاب نه شئ، زموږ زړور ځواکونه به ستاسو پلانونه شنډ کړي، تاسو ته به سخت ځواب در کړي.»

د نرېندر مودي دا خبرې په داسې حال دي چې د هند تر واک لاندې کشمیر بیا پر هندي ځواکونو د وسلوالو بریدونه ډېر شوي دي.

د پاکستان او هند ترمنځ پر دې سیمه دوه ځلې جګړه هم شوې ده.

پاکستان په داسې حال د هند تر واک لاندې کشمیر کې د خلکو ملاتړ کوي، چې د دغه هېواد تر واک لاندې کشمیر کې هم ځايي اوسېدونکي دې وروستیو کې د پاکستان پرضد مظاهرو لپاره سړکونو ته ووتل.

نور خبرونه

رادیو