امریکا په ټکزاس کې د مکسیکو د مخدره توکو قاچاق وړونکی ایل مایو او د هغه زوی ایل چاپو نیولي

AP ۱۴۰۳ زمری ۵

د مکسیکو د مخدره توکو قاچاق وړونکی اسماعیل ایل مایو زامبدا او د هغه زوی جوکین ایل چاپوګزمان د پنجشنبې په ورځ د تکزاس په ایل پاسو ښار کې ونیول شول چې ښايي د مکسیکو جرمي وضعیت بدل کړي.

زمباډا د مکسیکو په تاریخ کې یو له هغو قاچاق وړونکو څخه دی، چې ډېره پخوانۍ مخینه لري او د ایل چاپو سره یې د سینالووا کارټل په ګډه جوړ کړی و، چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د متحده ایالاتو له خوا مسترد شو.

زمباډا او د ایل چاپو زوی جوکین ګوزمان لوپیز، په متحده ایالاتو کې له ډېرو تورونو سره مخامخ دي، چې د متحده ایالاتو ته د فینټینیل او نورو مخدره توکو لوی مقدار لیږدوي. د فینټینیل ډېر خوړل د ۱۸ او ۴۵ کلونو عمرلرونکو ترمنځ د مړینې لوی لامل بلل کیږي.

زمباډا، چې ګمان کیږي ۷۰ کلن دی او ګوزمان لوپیز چې ۳۰ کلن دی، د ایل پاسو په ښار کې له یوې شخصي الوتکې څخه له ښکته کېدو وروسته نیول شوي دي.

د متحده ایالاتو د دریو اوسنیو او پخوانیو چارواکو په وینا، ګورمان لوپز، زامباډا متحده ایالاتو ته راغوښتی و.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د جمعې په ورځ د دغو نیونو خبر ورکړل او د مخدره توکو له قاچاق سره د مبارزې لپاره یې خپله ژمنه تازه کړه.

هغه په ​​یوه اعلامیه کې وویل: «فینټینیل زموږ ډېرو هېوادوالو وژلي دي. د دغه ویجاړونکې مخدره توکو له امله ډېری کورنۍ ویجاړې شوي او کړیږي.»

د متحده ایالاتو چارواکو د مخدره توکو قاچاق وړونکي اساسي موخې ګرځولي دي او د هغو معلوماتو د راټولولو په لټه کې دي چې د قاچاق وړونکو ډلې په ګوته کړي او معاملې ورسره وکړي.

رویټرز سمدلاسه دا نه شي تاییدولی چې شاید په دې نیونه کې کومه معامله شوې وي، خو که چیرې زمباډا ته د ګزمان لوپز له خوا خیانت شوی وي، دا پر سینالووا ډلې لوی اغیز لرلې شي.

نور خبرونه

رادیو