یوې افغانې ورزشکارې د المپیک مشعل ولیږدوه

AP ۱۴۰۳ زمری ۵

افغانې ورزشکارې ذکیه خدا دادي د المپیک مشعل ولیږدوه.

ذکیې پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي: «نن ما د المپیک د مشعل د لیږدولو ویاړ درلود. دا زما لپاره لوی ویاړ و او دغه د ویاړ احساس په رښتیا سره چې حیرانوونکی و.

ذکیه خدادادي هغه افغانه لوبغاړې ده، چې د اروپا د پاراټکواندو په سیالیو کې اتله شوې وه.

ذکیه چې د افغانستان د پاراټکواندو د ملي لوبډلې پخوانۍ غړې ده، په بېلابېلو ملي او نړیوالو سیالیو کې د خپل هېواد لپاره ځلېدلې او څو مډالونه یې ګټلي دي.

هغې پر اېکس لیکلي، چې د المپیک مشعل د ټولې نړۍ لپاره د یووالي، سولې، ازادۍ او برابرۍ سمبول دی.

څوک د ۲۰۲۴ المپیک مشعل د لیږدولو چانس لرلې شي؟

د بي ټي ایس ستوری، لودیک فرانچت، د نړۍوال جام پخوانی ګټونکی د هغو کسانو له ډلې څخه وو چې د ۲۰۲۴ المپیک مشعل د لیږدولو مسوولیت یې درلود. د فرانسې له سویلي بندري ښار مغسۍ څخه شاوخوا لس زره کسان د مشعل د لېږدولو لپاره غوره شوي و. د دوی په منځ کې د ډېرو ورزشکارانو نومونه هم لیدل کیدل. پاتې کسان د هنر، کولتور او خوړو استازي دي، په دې کسانو کې هغوی هم شامل دي چې خیریه کارونه کوي یا هم په ټولنیز چارو کې ښکیل دي.

نور خبرونه

رادیو