طالبانو پکتیا کې د پوهنتون فراغت غونډو کې د ځانګړې چپنې اغوستل او خولۍ پر سرول منع کړل

AP ۱۴۰۳ زمری ۵

د پکتیا ځینو محصلینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو وویل چې طالبانو فراغت غونډو کې تورې چپنې اغوستل او خولۍ پر سرول منع کړي دي.

دوی زیاتوی طالبانو ورته ویلي چې تورې چپنې او خولۍ د غربیانو فرهنګ دی او د دې کار په کلکه مخنیوی کوي.

د پکتیا دولتي پوهنتون ځینو محصیلنو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، د طالبانو د دعوت او ارشاد امریت ورته ویلي: «په فراغت غونډه کې د تورې چپنو او خولۍ پرځای سپنې چپنې او سپینې خولۍ یا هم تور واسکټ له جامو سره واغونڅي. »

ځینې محصلین وايي، د فراغت غونډې ته یې کم وخت پاتې دی او دوی خپلو ځانونو ته په شاوخوا ۷۰۰ افغانۍ د فراغت تورې چپنې او خولۍ اخیستې دي خو اوس ورته ویل شوي چې اغوستلی یې نه شي.

دوی زیاتوی چې فراغت غونډو کې طالبانو پر چکو او شپېلک وهلو سربېره پر کالیو د یادګاري امضا په توګه د بېلابیل رنګونو پر کارولو هم بندیز لګولی دی.

د طالبانو تر واک لاندې د پکتیا پوهنتون یوه مکتوب هم په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کیږي، چې د دغه پوهنتون رییس لاسلیک کړی دی.

په مکتوب کې خبرداری ورکړل شوی چې د دې لارښوونو د نه منلو صورت کې به د پوهنځي رییس او د څانګو امرین مسوول وي.

طالبانو تر دې مخکې د پوهنتونونو او ښوونځیو په فراغت غونډو کې د افغانستان د درې رنګه ملي بیرغ رپولو، ملي سرود غږولو او پر بدن د یادګاري امضا او د رنګونو شیندلو په جرم ځیني زدکوونکي په ننګرهار، کونړ او خوست کې هم نیولي وو.

نور خبرونه

رادیو