د المپیک لوبو له پرانیستې څو ساعته وړاندې د اورګاډي پر ګړندي کتار برید شوی

AP ۱۴۰۳ زمری ۵

د فرانسې د (ټي جي وي) په نامه د اورګاډي په کتار د دغه هېواد په لوېديځه برخه کې د المپیک لوبو له پرانیستې څو ساعته وړاندې نن سهار د جمعې په ورځ د (چنګاښ ۵مه) برید شوی، چې له امله یې اور هم لګېدلی دی.

فرانسوي رسنیو لیکلي، چې دغه برید پر ۸۰۰زرو مساپرو اغېز کړی او د المپیک پرانیستې مراسم هم ځنډول شوي دي.
د فرانسې د اورګاډي ملي ادارې (اېس‌اېن‌سي‌اېف) وویل، د اورګاډی پر ګړندي کتار د «اورلګېدنې» او نورو ویجاړیو له امله د دغه هېواد د تګ راتګ ټرانسپورټي سیسټم ګډ وډ شوی دی.
دغه سازمان د اورګاډی پر ګړندي کتار برید د سیسټم د فلجولو لپاره "لوی او پراخ" ګام وباله او ویې ویل، چې ډېری تنظیم شوي سفرونه باید لغوه شي او وضعیت به د راتلونکې اونۍ تر پیله خپل عادي حالت ته راوګرځي.
د فرانسې د اورګاډي ملي ادارې ومنله، چې د دغه هېواد د اورګاډي سیسټم په ورته وخت کې د څو خرابکاره اقدامونو قرباني و.
د دغه بنسټ په وینا، د دغه هېواد د شمالي او ختیځو سیمو پر اورګاډو برید پر دغه هېواد ډېر اغېز کړی دی.
دغه سازمان ویلي، چې په سوېل ختیځ کې یې د یو بلې ویجاړونکې پېښې مخه نېولې ده.
د فرانسې د ملي کتار سازمان له مساپرو غوښتي، چې خپل سفرونه وځنډوي او د اورګاډو له تم ځایونو لرې واوسي.
تمه کېده، چې دغه سیالۍ نن جمعه( د چنګاښ په ۵مه) پیل شي.
په دغو سالیو کې د نړۍ ۱۰زره او ۵۰۰ لوبغاړو ګډون کړی دی.

نور خبرونه

رادیو