په ایران کې یو بل افغان وګړی اعدام شو

AP ۱۴۰۳ زمری ۴

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د ایران اسلامي جمهوریت په بندر عباس زندان کې یو ځوان افغان د نشه یي توکو د قاچاق په تور اعدام شوی دی.

د راپورونو له مخې؛ ګلاب شاه نورزی د سې شنبې په سهار د هغه د کورنۍ له خبرولو پرته په پټه اعدام شوی دی.

۴۳ کلن ګلاب شاه د فراه ولایت اوسېدونکی و.

نوموړی له نیول کېدو او په بندر عباس کې د ایران د اسلامي انقلابي محکمې له خوا د اعدام د حکم له صادرېدو وروسته پنځه کاله په بند کې تېر کړي و.

یوازې څلور ورځې وړاندې د یکشنبې په ورځ د حلب‌وش د بشري حقونو سازمان د کرج په قزل حصار زندان کې د نشه يي توکو د جرمونو په تور د یو افغان د اعدام خبر ورکړ.

د افغانانو د محاکمې او زندان د وضعیت په اړه څه نه دي ویل شوي. دا څرګنده نه ده چې ایا دوی عادلانه محاکمې او مدافع وکیل ته لاسرسی درلود که نه.

د ځینو رسنیو د راپورونو له مخې؛ په ۲۰۲۳ کال کې په ایران کې د اعدامونو مجموعي شمېر ۸۵۳ ته رسېږي، چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې تر ټولو لوړه شمیره ښيي. ویل کیږي چې دا شمېره د "ښځې، ژوند، ازادۍ" له مظاهرو وروسته د ۲۰۲۲ کال په پرتله ۴۸ سلنه زیاته شوې ده.

نور خبرونه

رادیو