د پاکستان بهرنیو چارو وزارت: د القاعده غړی له افغانستانه پاکستان ته په اوښتو کې ونیول شو

AP ۱۴۰۳ زمری ۴

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده وايي، د القاعده غړی امین الحق په تېر مارچ کې له افغانستانه پاکستان ته د اوښتو پر مهال ونیول شو.

خو تر دې مخکې د پاکستان د پنجاب صوبې پولیسو ویلي و، د دغه هېواد د ترهګرۍ ضد ادارې امین الحق د دې صوبې د جیلم سیمې په سرای عالمګیر کې نیولی دی.

پاکستاني چارواکو د جولای پر ۱۹ یا شپږ ورځې مخکې د نوموړي د نیول کېدو خبر رسنیز کړ.

هغه مهال د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې وویل، چې د استخباراتي ځواکونو په همکارۍ یې امین الحق ونیو.

هغه مهال پاکستاني چارواکو د نوموړي د نیول کېدو کره نېټه ونه ښوده، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې نن په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل: «د القاعده غړی امین الحق په سږني مارچ کې زموږ قانون پلي کوونکو ادارو هغه وخت ونیو چې له افغانستانه بې قانونه پاکستان ته اوښت.»

هغې زیاته کړه، چې د نوموړي اړوند مالومات یې له ملګرو ملتونو سره هم شریک کړي دي.

تر دې مخکې پاکستاني چارواکو دا هم ویل، چې امین الحق پاکستانی شناختي کارډ سره پاکستان کې وخت تېراوه.

امین الحق څوک دی؟

د افغانستان د ننګرهار اوسېدونکی امین الحق د القاعده د پخواني مشر اسامه بن لادن نږدې ملګری پاتې شوی.

اسامه بن لادن د ۲۰۱۱ کال د مۍ په دویمه کې د پلازمېنې اسلام اباد په څو پنځوس کیلومترۍ کې د پاکستان د یوې پوځې اډې ته څېرمه د امریکا د ځانګړو ځواکونو برید کې ووژل شو.

د پاکستان د ترهګرۍ ضد اداره وايي، چې امین الحق د ۲۰۰۱ کال د نومبر پر ۱۵ په وروستي ځل له اسامه سره لیدلی دي.

امین الحق د اسامه تر مرګ مخکې او ۲۰۰۷ کال کې په پاکستان کې ونیول شو، چې امریکايي چارواکو هم ترې پلټنې وکړې.

امنن الحق پر ۲۰۱۱ کال د پاکستان له بند خوشی شو.

نوموړی د ملګرو ملتونو د بندیزونو په نوملړ کې شامل دی

امین الحق د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵ د طالبانو واکمنېدو سره افغانستان ته لاړ او هلته یې طالب وسلوالو تود هرکلی وکړ.

نور خبرونه

رادیو