پاکستان افغان لاریونکوونکي په اروپا کې په خپلو سیاسي استازولیو په برید تورن کړي

AP ۱۴۰۳ زمری ۴

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې په اروپا کې مېشتو افغانانو په فرانکفورت، لندن او بروکسل کې د پاکستان د ډیپلوماټیکو ماموریتونو پر ضد "تاوتریخوالی او لاریونونه" کړي دي.

د کډوالو په چارو کې ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ سره په اړیکه کې هغه ویلي، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزې د دایمي حل لپاره کار کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د پاکستان مرستیال لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د پنجشنبې په ورځ د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فیلیپو ګرانډي سره ټیلیفوني خبرې کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دواړو لورو د پاکستان او د کډوالو په چارو د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ ترمنځ د همکارۍ پر اړه خبرې کړي دي.

ډار وویل، چې نوموړي د ګرانډي سره "په فرانکفورت، لندن او بروکسل کې (په بهر کې د میشتو افغانانو له خوا) د پاکستان د ډیپلوماتیکو ماموریتونو په وړاندې د وروستیو بریدونو او تاوتریخوالي هم خبرې کړي دي.

د چنګاښ په ۳۰ مه د قهرجنو لاریونکوونکو یوې ډله په فرانکفورت کې د پاکستان قونسلګرۍ ته ننوتل او د پاکستان بیرغ یې ښکته کړ. د راپورونو له مخې دا پېښه د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ او د دغه غورځنګ د یو غړي ګیله‌من وزیر د وژنې په اعتراض کې د یو لاریون پر مهال شوې ده.

په دغه برید کې پاکستاني وګړو هم برخه لروده. د پاکستان د اطلاعاتو وزیر د چنګاښ په ۳۱ مه ویلي، چې د جرمني په فرانکفورت کې د پاکستان پر کونسلګرۍ په برید کې د ښکېلو پاکستاني وګړو شناختي کارډونه او پاسپورټونه به بند شي.

له برید وروسته، پاکستان د جرمني سفیر احضار کړ. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند نن وویل، چې برلین د برید عاملینو ته د سزا ورکولو ژمنه کړې ده.

تر دې وړاندې د ګیله‌من وزیر له وژل کېدو وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ یو شمېر پلویانو په لندن کې د پاکستان پر سفارت هم برید کړی و.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د کډوالو عالي کمېشنرۍ د پاکستان د حکومت د وروستۍ پرېکړې ستاینه کړې چې د کډوالو د ثبت کارتونو د اعتبار موده یې غځولې ده.

دواړو لورو موافقه کړې چې د پاکستان او د کډوالو عالي کمېشنرۍ ترمنځ د همکارۍ د پراختیا او د افغان کډوالو موضوع ته د دایمې حل لارې موندلو لپاره ګډ کار ته دوام ورکړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر د روانې میاشتې په پیل کې د افغان کډوالو د وضعیت د ارزونې په موخه پاکستان ته سفر کړی و. نوموړي له پاکستاني چارواکو سره تر خبرو وروسته د افغان کډوالو د استوګنې د کارتونو د غځولو په اړه د شوې موافقې خبر ورکړی و.

نور خبرونه

رادیو