د اسلام اباد یوې محکمې د تحریک انصاف ګوند غړي جسماني سزا د ۳ نورو ورځو لپاره تمدید کړه

AP ۱۴۰۳ زمری ۴

د اسلام اباد یوې محکمې د تحریک انصاف ګوند مشر روف حسن جسماني سزا د درې نورو ورځو لپاره تمدید کړې ده.

پاکستاني رسنۍ وایي، چې روف حسن او نور تورن کسان د دوه ورځو جسماني سزا وروسته محکمې ته وړاندې شوي دي.

د ایف ای اې تحقیقاتي افسر د روف حسن او نورو تورنو کسانو د نورې جسماني سزا غوښتنه کړې ده.

د ايف ای اې څارنوال محکمې ته وويل، چې د تورنو کسانو ټولنیزې رسنۍ لا نه دي ریکور شوي، ایمیلونه یې نه دي خلاص شوي، د پیسو پر ځای خلک واتس اپ ګروپونه چلوي او له هېواده بهر هم خلک په دې کې شامل دي.

د تحقيقاتي افسر وایي، چې په ټولنیزو رسنیو کې د تورنو له ټلیفون څخه جعلي اکونټونه موندل شوي دي، د ټولنیزو رسنیو د ټیم مشري روف حسن کوي، د ټولنیزو رسنیو ټیم ته د روف حسن له خوا هدایت ورکول کیږي.

د ايف ای اې څارنوال وویل: « موږ د ټولنیزو رسنیو تخنیکي ماهر لرو، د ټولنیزو رسنیو اکاونټونو چک کولو لپاره نور وخت ته اړتیا ده.»

د اسلام اباد محکمې د ایف ای اې تحقیقاتي افسر غوښتنه منلې او د روف حسن په ګډون یې د ۹ نوروتورنو جسماني سزا د درېیو ورځو لپاره تمدید کړې ده.

پولیسو روف حسن څلور ورځې وړاندې د پي ټي ای اسلام اباد سکرتریت څخه نیولی وو.

نور خبرونه

رادیو