لېسټ اې سیالۍ؛ د وروستۍ پایلوبې پچه هندوکش سټرایکرز لوبډلې وګټله او لومړی توپ اچونه کوي

AP ۱۴۰۳ زمری ۴

نن پنجشنبه د غازي امان الله خان لېسټ اې یو ورځنیو سیالیو پایلوبه ترسره کېږي.
پایلوبې ته د رحمت شاه زرمتي په لوبډلمشرۍ هندوکش لوبډله او د حشمت الله شهیدي په لوبډلمشرۍ د ماهیپر ستوري لوبډله وتلې ده.

دغه سیالۍ د میوند اتلان، پامیر لېجنډز، هندوکش سټرایکرز او ماهیپر ستوري لوبډلو تر منځ پیل شوې دي.
خو د تېر کال د اتلې میوند اتلان لوبډلې په ګډون پامیر لېجنډز لوبډله په دغه ټورنمیټ کې خورا ډېرې لوبې بایلودې.
د پایلوبې لپاره د هندوکش سټرایکرز لوبډلې د رحمت شاه زرمتي په لوبډلمشرۍ کې عبدالمالک، زبید اکبر، وفي الله، عجاز احمد ازاد، ننګیال خروټی، شمس الرحمن، خلیل ګربز، محمد ګل او فرید داوودزی په یولس کسیز لېسټ له ځان سره اخیستي دي.
همدارنګه د ماهیپر ستوري لوبډلې د حشمت الله شهیدي په لوبډلمشرۍ، نوید عبید، عمران میر، اسحاق رحماني، بلال ترین، ګلبدین نایب، سمیع الله شینواری، زهیر خان، ضیاالرحمن، فرید ملک او ضیا اشرف له ځان سره لري.
یادې دواړه لوبډلې د غازي امان الله خان لېسټ اې یو ورځنۍ لوبو مخکښې لوبډلې دي.
د افغانستان کرېکټ بورډ د کورنې کرېکت څانګې له کندوز مېشتو څخه غوښتنه کړې، چې د پای لوبې نندارې ته ورشي.

نور خبرونه

رادیو