د پاکستان جماعت اسلامي ګوند په اسلام اباد کې د ګرانۍ او لوړې مالیې په غبرګون کې پرلت وهي

AP ۱۴۰۳ زمری ۴

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې په دغه هیواد کې د جماعت اسلامي ګوند غړي د پاکستان له کراچۍ او نورو سیمو څخه اسلام اباد ته روان شوي او غواړي په اسلام اباد کې د ګرانۍ، لوړې مالیې او د بریښنا لوړو بیلونو په غبرګون اعتراضونه او پرلت پیل کړي.

د جماعت اسلامي مشر حافظ نعيم الرحمان رسنیو ته ویلي، چې که حکومت د سوله‌ییز اعتراض او پرلت ختمولو هڅه وکړه نو په ټول پاکستان کې به د «ولس ته حق ورکړئ» په نوم سوله‌ییز اعتراصونه د حکومت د نسکورولو په خوځښت بدل شي.

جماعت اسلامي ګوند خپلې دغې اعتراصي غونډې ته د «ولس ته حق ورکړئ» نوم ایښی دی.
د جماعت اسلامي مشر حافظ نعيم الرحمان په اصل کې د کراچۍ اوسیدونکی دی، ويل کیږي هغه په چارو کې سخت دریځی دی.
تر دې وړاندې د دغه ګوند مشري د خیبرپښتونخوا د دیر اوسیدونکي سراج الحق کوله چې نوموړی د دغه ګوند د اوسني مشر پرتله نرم دريځ لاره.
ويل کیږي دا مهال د پاکستان له بېلابېلو سیمو څخه د دغه ګوند زرګونه کسان د پلازمېنې اسلام په لور خوځېدلي او سبا ورځ جمعه به په دغه ښار کې خپل اعتراضونه پیلوي.
تر اوسه پورې د پاکستان وفاقي حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي، خو څو میاشتې وړاندې له بلوچستان څخه اسلام اباد ته د بلوڅو حقوقي فعالانو په اعتراضي غونډه او پرلت باندې پولیسو برید کړی وو او یو شمېر بلوڅان یې ټپیان کړي او نیولي وو.
د جماعت اسلامي ګوند د کراچۍ مشر معظم ظفر خان د کراچۍ څخه د دغه ګوند غړي د کاروان په شکل په اورګاډي کې اسلام اباد ته په اعتراضي ناسته کې د ګډون لپاره لېږلی دی.
د جماعت اسلامي د کراچۍ مشر وويل، د کراچۍ نه اسلام اباد ته لومړی کاروان روان شوی، او له نورو سیمو به هم کاروانونه اسلام اباد ته ورسیږي.

نور خبرونه

رادیو