پاکستان د ۱۲۶ هېوادونو اتباعو ته د وړیا وېزو ورکولو پلان تصویب کړ

AP ۱۴۰۳ زمری ۴

د پاکستان فډرالي کابینې په یوه بې ساري اقدام کې یو داسې پلان تصویب کړ، چې پر اساس به یې د ۱۲۶ هېوادونو اتباعو ته وړیا وېزې ورکول کیږي.

د پاکستان حکومت ویلي، چې دغه اقدام یې د سوداګرو، سیلانیانو د راجلبولو او په سوداګرۍ کې د اسانتیا رامنځته کولو په موخه ترسره کړی دی.

دغه پلان د چهارشنبې په ورځ د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په کابینه کې تصویب شو.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې؛ کابینې د وړیا وېزې پلان ترڅنګ د انلاین ویزې غوښتنلیک سیسټم هم تصویب کړ، چې له مخې به یې د ۱۲۶ هېوادونو اتباع له غوښتنلېک وروسته د پاکستان سوداګریزې او سیاحتي ویزې ترلاسه کړي.

ویل کیږي، چې د پاکستان د کابینې پرېکړه به د بهرنیو چارو وزارت له خوا هېوادونو ته رسول کېږي او د کورنیو چارو وزارت به یې عملي کوي.

پاکستان په داسې حال کې د نړۍ ډېرو هېوادونو ته د وړیا ویزې ورکولو پلان تصویب کړ، چې د سرچینو په وینا په دې وروستیو کې افغانانو ته د پاکستان د ویزې بیه ۱۲۰۰ امریکایي ډالرو ته رسېدلې ده.

تر دې مخکې د پاکستان د وېزې د بیې له لوړېدو وروسته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقی په کابل کې د پاکستان د سفارت له شارژدافیر عبیدالرحمان نظاماني څخه غوښتي و، چې افغانانو ته دې د وېزو په ورکولو کې شفافیت راولي.

نور خبرونه

رادیو